ټېک ټاک د امریکې د اپيلونو وفاقي عدالت ته د ګل، دوشنبې، په ورځ خواست وکړو چې تر څو يې سپریم کورټ مقدمه نه وي اورېدلي حکومت دې منع کړي چې په پلېټ فارم د ممکنه بندیز قانون نه عملي کوي.
تېره هفته هم د دې عدالت دریو ججاجو په خپله فېصله کې ویلي وو هغه قانون د امریکې د ایین سره سمون خوري چې د ټېک ټاک نه نقاضا کوي چې ځان دې د باني چینايي کمپنۍ بایټ ډېنس نه جدا کړي او که داسې نه کوي نو په امریکا کې به پې پابندي ولګول شي.
ټېک ټاک او بایټ ډېنس چې په دې مقدمه کې مدعي دی، وايي که چېرې دغه قانون ختم نه کړی شو نو د کال ۲۰۲۵ د جنورۍ تر ۱۹ نېټې پورې به په امریکا کې د ټېک ټاک اېپ وتړل شي. ټېک ټاک په امریکا کې د ۱۷۰ نه زیات صارفین لري.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د اپيلونو عدالت ته خواست کې د ټېک ټاک او د بایټ ډېنس وکیلانو وویل د بندیز نه مخکې پکار ده چې سپریم کورټ فېصله وکړي چې ایا دا د ټېک ټاک او د بایټ ډېنس دا غېر معمولي اهم کېس اورېدل غواړي او که نا؟
په خواست کې وېل شوي چې سپریم کورټ اختیار لري چې د اپیلونو د عدالت اقداماتو ته کتنه وکړي.
دا لا نه ده معلومه چې ایا سپریم کورټ به د ټېک ټاک او د بایټ ډېنس مقدمه اوري هم او که نا؟
په ټېک ټاک د ممکنه پابندۍ په اړه قانون د امریکې د موجوده صدر جوبایډن په حکومت منظور شوی دی. د بایډن د حکومت مېعاد د جنورۍ په میاشت کې ختمېږي. د بایډن حکومت په ټېک ټاک د چینايي کمپنۍ ملکیت د قومي سلامتیا دپاره خبر بلي خو ټېک ټاک دا خبره ردوي.
د امریکي نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د خپل صدارت په وړمبي دور کې په ټېک ټاک د بندیز لګولو کوښښ کړی و خو اوس وايي د دې ګام مخالفت کوي.
د اپیلونو عدالت ته خواست کې ټېک ټاک او بایټ ډېنس د امریکې په سیاست بدل کې شویو حالاتو ته په اشاره وویل د عدالت فېصله به د امريکې نوي حکومت ته څه لږ وخت ورکړي چې په د ټېک ټاک په اړه د خپل دریځ تعین وکړی شي.