حکومتي چارواکو سره د خبرو وروسته مذهبي تندروه ډلې تحریک لبیک د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د عیسايي میرمن اسیه بي بي د عدالتي فیصلې په سر د احتجاجونو ختمولو اعلان کړی خو د دواړه فریقو تر منځ په شوې لوظنامه نیوکې کیږي.
پاکستاني مطبوعاتو ته د حکومت او مذهبي تندروه ډلې تحریک لبیک تر منځ ورکړل شوې لوظنامه کې حکومت باور ورکړی چې اسیه بي بي به د هیواد نه د بهر تللو نه د منع کولو لپاره قانوني لارې ګوري.
په سوشل میډیا د لوظنامې په دغه اړخ نیوکې کیږي او ځېنو ناقدینو لیکلي چې دا د حکومت کمزوري ښايي.
په لوظنامه کې بله مهمه خبره دا ده چې د اسیه بي بي د خوشي کیدو وروسته پیل شوو مظاهرو کې نیول شوي د تحریک لبیک غړي به زر تر زره خوشي کول کیږي.د تحریک مظاهرچیان په تیرو دریو ورځو کې په میډیا ښودل شوي چې بسونو او موټرو ته وور اچوي او په ځینو ښارونو کې يې په ځینو ودانیو حملې کړي دي او زیان یې ورته اړولی دی.
د دغه ورانو لپاره په لوظنامه کې د تحریک لخوا بخښنه غوښتل شوې ده.
د معاهدې تر مخه حکومت به د عسیايي میرمن اسیه بي بي د قضیې بیا کتنې په خواست هیڅ اعتراض نه لري. دا ښايي حکومت په دې قضیه کې د هر ډول مسولیت نه ځان خلاصی غواړي.
په سوشل میډیا کې تر ټولو زیاتې نېوکې په لوظنامه کې د ٫٫ اسیه بي بي٬٬ نامه عاصیه بي بي په اړولو کیږي. د عاصیه معنا ګناهګاره جوړیږي.
په سوشل میډیا باندې یو خبریال او یو شمیر نورو خلکو په لوظنامه کې د نوم په بدلولو نیوکې کړی.
د یادې لوظنامې یوه لویه نېمګرتیا دا هم ده چې په ظاهره دا لوظنامه د مرکزي حکومت، پنجاب صوبايي حکومت او د تحریک لبیک تر منځ شوې. پوښتنه اوس دا ده چې ایا تحریک لبیک به په پاتې دریو صوبو خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سند کې دا لوظنامه عملي وساتي او که هلته به احتجاجونه جاري ساتي.