د یورپي ټولنې د انصاف عدالت افغانو ښځو ته د پناه ورکولو لپاره د هغوی جنسیت او ملیت کافي بللی

عکس پخوانی دی.

د یورپي ټولنې د انصاف عدالت (اي سي جې) د اکتوبر پر څلورمه وویل، د یورپي ټولنې په غړو هېوادونو کې افغان مېرمنو ته د پناه اخیستنې لپاره یواځې د هغوی ښځینه جنسیت او افغان ملیت کافي ګڼل کېږي.

دې عدالت ویلي، دا پرېکړه په ځانګړي ډول هغو افغان مېرمنو ته د پناه د ترلاسه کولو لپاره کافي دلیل ګڼل کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د یورپي ټولنې د انصاف عدالت په خپل حکم کې ویلي، د طالبانو له خوا د مېرمنو په وړاندې توپیري چلند د "ځورونې او اذیت" په معنا دی او دا افغان مېرمنو ته د پناه خستلو لپاره کافي دلیل ګڼل کېدای شي.

په دې پرېکړه کې راغلي، د یورپي ټولنې غړي هېوادونه اړ نه دي چې په ځانګړې توګه په هر کېس کې د پناه غوښتونکي لپاره د ځوروني او اذیت خطر ثابت کړي، بلکې یواځې د هغوی مليت او جنسیت کافي دی چې د پناه اخیستلو حالت یې په رسمیت وپېژندل شي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشتې کې په افغانستان کې بیا واکمن شوي، دې ډلې د اسلامي قوانینو سخت او محدود تفسیر عملي کړی او په پرله پسې ډول یې مېرمنې له عام ژوند او ټولنیزو فعالیتونو راګرځولې دي.

دا محدودیتونه په دومره کچه زیات شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان دې حالت ته د "جنسیتي اپارټایډ" نوم ورکړی دی.

د یورپي اتحاد د انصاف عدالت پرېکړه وروسته له هغه خپره شوه، چې د یورپي ټولنې په غړي هېواد اسټریا کې چارواکو دوو افغان مېرمنو ته له پناه ورکولو ډډه وکړه.

خو دغو دوو افغان مېرمنو د اسټریا د چارواکو ددغې پرېکړې په اړه عدالت ته شکایت کړی وو او موضوع د یورپي ټولنې د انصاف عدالت ته د پرېکړې لپاره وړاندې شوې وه.

سویډن، فینلېنډ او ډنمارک لا له وړاندې ټولو هغو افغان مېرمنو ته پناه ورکوي چې په دغو هېوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنه کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو درو کلونو کې ګڼ شمېر افغانې نجونې او ښځې په قاچاقي یا قانوني لارو یورپ او نورو هېوادونو ته تللې دي، خو په ځینو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې قضیې له خنډ سره مخ شوي دي.

یادونه:- د رپوټ اکثر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.