د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکې له منتخب صدر ډانالډ ټرمپ سره په شام کې د تازه پرمختګونو او په غزه کې د حماس له خوا د یرغمل شویو اسرایلي او بهرنیو وګړو د خوشي کولو لپاره په وروستي هڅو باندې خبرې کړې دي.
نتنیاهو وویل پر دغو مسایلو یې له ټرمپ سره د شنبې- خالي په شپه خبرې وکړې او دا هغه مسایل دي چې که د جنورۍ په 20مه د صدر په توګه د ټرمپ تر سوګند کولو مخکې حل نه شي نو دا به د هغه لپاره په مهمو بهرنیو چېلنجونو کې وي.
د اسرایل د شمېرو له مخې د حماس وسلوالو د 2023م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل باندې د برید په نیتجه کې 1,200 کسان ووژل او تر 250 ډېر یې وتښتول چې پکې اسرایلي نسله امریکایان هم شامل دي.
په یرغمل شویو کې تر 100 زیات یرغمل شوي کسان د خبرو اترو او یا د اسرایل د پوځ د ژغورنې په عملیاتو کې آزاد شوي دي او په هغو شاوخوا 100 پاته کسانو کې چې لا هم په غزه کې یرغمل دي داسې ګومان کېږي چې یواځې نیمایي یې ژوندي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا چارواکو په وینا، د حماس خلاف اسرایل په جوابي عملیاتو او بریدونو کې تر اوسه شاوخوا 45,000 کسان وژل، چې وایي اکثر یې ملکي خلک دي.
د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف تېره اوونۍ سیمې ته د سفر په وخت خبرداری ورکړی وو چې که په غزه کې یرغمل شوي کسان د ټرمپ د سوګند تر مراسمو مخکې خوشي نه شي دا به "ښه ورځ نه وي".
ټرمپ د روانې دسمبر میاشتې په پیل کې ویلي وو، که د واک تر لاسه کولو مخکې یرغمل شوي کسان خوشي نه شي، په منځني ختیځ کې به دا "لویه ستونځه" وي.
د ټرمپ یوه ویاند د یکشنبې- اتوار په ورځ له نتنیاهو سره د هغه د ټیلیفوني خبرو په اړه د نورو تفصیلاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.
د مصر، قطر او امریکې په منځګړتوب ډزبندۍ ته د رسېدو هڅې په وروستیو اوونیو کې تېزې شوې دي چې د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو تړون هم پکې شامل دی.
وزیراعظم نتنیاهو وویل، له ټرمپ سره یې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون د هڅو په اړه خبرې کړې دي. هغه وویل:
"موږ [په جګړه کې] د اسرایل د بریا د بشپړولو پر اړتیا خبرې وکړې او موږ د خپلو یرغمل شویو کسانو خوشي کولو لپاره په کېدونکو هڅو باندې اوږدې خبرې وکړې."
د صدر جو بایډن تلونکې انتظامیه هم له څو میاشتو راهیسې په غزه کې د ډزبندۍ لپاره یو تړون ته د رسېدو لپاره سخت کار کوي.
د امریکې د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن تېره اوونۍ د همدې لپاره سیمې ته سفر کړی وو او د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې وویل، په دې باور دی چې کېدای شي په غزه کې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کولو په اړه یو تړون نیزدې وي.
د امریکې د ملي امنیت مرستیال جون فاینر رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل چې د ډزبندۍ لپاره د خبرو اترو په عمل کې چټکتیا راغلې ده خو دا یې ونه ویل چې دا کار به کله امکان ولري.
نتنیاهو وویل ده او ټرمپ د شام د صدر بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته د شام او سیمې د حالاتو په اړه هم خبرې کړي دي.
اسرایل په شام کې د بشارالاسد د حکومت له ختمېدو راهیسې په څو ورځو کې د شام د سټرېټیجکو وسلو پر زېرمو په سلګونو بریدونه کړي او پوځیان یې په شام کې دننه یوې غیرپوځي سیمې یا بفر زون ته منتقل کړي دي.
نتنیاهو په یو بیان کې ویلي، "موږ له شام سره په جګړه کې دلچسپي نه لرو". هغه وویل په شام کې د اسرایل اقدامات "له شام څخه د ممکنه خطرونو د ناکامولو او زموږ پولې ته نیزدې د ترهګرو عناصرو د قبضې د مخنیوي لپاره دي".
د اسرایل په تر ټولو ستر ښار تل ابیب کې د دسمبر په 14مه په لسګونه زره کسان لارو کوڅو ته راوتلي ږو او په غزه کې د پاته یرغمل شویو کسانو د خوشی کېدو لپاره یې د تړون غوښتنه کوله.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.