د امریکې مخکیني صدر او د ریپبلکن ګوند صدارتي امیدوار ډانلډ ټرمپ پرون په شیکاګو ایالت کې د تورپوستو خبریالانو د ملي ټولنې غونډې ته په وینا کې د ډیموکرېټ ګوند د ممکنه نوماندې کاملا هېریس د نسل په اړه پوښتنې کړې چې په بیړه له مخالفت سره مخ شوی دی.
ډانلډ ټرمپ دعوه وکړه چې کاملا هېریس په تېرو وختونو کې یواځې خپل هندوستاني میراث ته په امریکا کې وده ورکړې ده. هېریس یواځینۍ تورپوستې او اېشیایي امریکایي مېرمن ده چې د امریکا مرستیاله صدره شوې ده.
د ریپبلکن ګوند 78 کلن امیدوار ټرمپ د تورپوستو خبریالانو کالنۍ غونډې ته په وینا کې په حیرانۍ سره د کاملا هېریس د نسل په اړه وویل:
"زه نه وم خبر چې هغه تورپوستې ده، حتی تر څو کاله مخکې پورې چې هغه تورپوستې شوه زه په دې نه وم خبر او اوس هغه غواړي چې د تورپوستې په نوم وپېژندل شي، زه نه یم خبر هغه هندۍ ده که تورپوستې؟".
کاملا هېریس له هارورډ پوهنتونه فارغه ده او هاروډ په امریکا کې په تاریخي توګه د توپوستانو له مشهورو کالجونو او پوهنتونونو څخه دی او نوموړې په دې پوهنتون کې د تورپوستو له تاریخي مشهور تنظیم «الفا کاپا الفا» سره د تړون بیعت هم کړی وو.
مېرمن هېریس د سنېټرې په توګه د امریکا په کانګرس کې د تورپوستو د ټولنې «کانګرشنل بلیک کاکس» غړې هم پاته شوې، چې د تورپوستو د ووټ د حق او په پولیسو کې د اصلاحاتو په اړه یې په کانګرس کې د خپلو همکارانو د قانونسازۍ ملاتړ هم کړی دی.
ټرمپ په وار وار پر خپلو مخالفینو او تنقید کوونکو د نسل په بنیاد لفظي بریدونه کړي دي. هغه د ریپبلکن ګوند په سیاست کې د "غلطو نظریاتو" په خپرولو سره هغه وخت شهرت وموند چې ویلي یې وو د امریکې لومړی تورپوستی صدر بارک اوباما په امریکا کې نه وو زېږېدلی.
ټرمپ روان کال د ریپبلکن ګوند په داخلي ټاکنو یا پرایمري کې یو ځل د ملګرو ملتونو پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي ته هم اشاره کړې وه او هغه یې «نیمبرا» یاده کړې وه ځکه چې د هغې اصل نوم «نیمراتا» دی او د هغې مور و پلار له هنده امریکې ته را کډه شوي وو.
د جولای پر 31مه د تورپوستو د تنظیم کلنۍ غونډې ته د ټرمپ له راتلو سره سمدستي ماحول ګرم شو، ځکه هغه د اې بي سي نیوز له مرکه کوونکې ریچل سکاټ سره له دې کبله جګړه وکړه چې هغه یې د تورپوستو یا رنګارنګ خلکو په اړه له سپکاوي ډکې ژبې کاروونکی معرفي کړ.
ریچل سکاټ د خبرو په پیل کې له ټرمپه وپوښتل اوس تورپوستي څنګه پر هغه باور وکړي چې ده په وار وار د هغوی لپاره له سپکاوي ډکه ژبه کارولې ده، ټرمپ یې په جواب کې وویل دا د ده ډېره ناوړه پېژندنه ده چې د مرکې په پیل کې داسې پوښتنه ځنې وشوه هغه وویل:
"زه فکر کوم دا د شرم وړ خبره ده چې زه دلته په ښه جذبه راغلی یم. زه د دې هیواد له تورپوستو سره مینه لرم، ما د دې ملک د تورپوستانو لپاره ډیر څه کړي دي، زه له ابراهم لینکن راهیسې د تورپوستو خلکو لپاره غوره صدر یم."
ټرمپ د مرکه کوونکې سکاټ پر ټیلیویژني چېنل اې بي سي نیوز باندې د مخکې غوندې خپلو نیوکو ته دوام ورکړ، ځکه هغه مخکې هم دا خبره کړې ده چې که څه هم له دې چېنل سره یې تړون کړی خو وایي د راتلونکې صدارتي مباحثې کوربه توب دې دا چېنل نه کوي.
ټرمپ د خبرو په وخت خپله دا غلطه دعوه هم تکرار کړه چې وایي امریکې ته راغلي کډوال په غیرقانوني ډول "تورې نوکرۍ اخلي"، کله چې سکاټ وپوښتل "توره نوکري" ده، ټرمپ یې په جواب کې وویل "هر ډول نوکري."
ټرمپ له تورپوستو ښځینه خبریالانو سره د چلند په اړه کړکېچن تاریخ لري. په 2018م کې د تورپوستو خبریالانو تنظیم د ټرمپ دا خبرې غندلې وې چې په تکرار سره یې ځینو ښځینه خبریالانو ته "ناپوهه"، "بایلونکې" او "ناوړه" لفظونه کارولي وو.