ډانلډ ټرمپ: د امریکې زرین دور د نن نه شروع شو

د صدر په حېث د سوګند پورته کولو وروسته ټرمپ غونډې ته تقریر وکړو

ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د ۴۷ صدر په حېث د خپلې عهدې سوګند پورته کړو او د سوګند وروسته يې غونډې ته خپل تقریر کې وویل د امریکې زرین دور د نن نه شروع شو.

هغه وویل حکومت به يې د امریکې وقار او اعتماد بحالوي او د امریکې څخه به بې مثاله قوم جوړوي. هغه وویل د امریکې د دې وخت څخه د هغه په قول د امریکې زوال ختم شو.

خپل تقریر کې ټرمپ لوظ وکړو چې د مخکني حکومت برعکس به يې حکومت امریکایانو ته د ملک دننه تحفظ ورکوي او په نړیواله کچه به جنګونه ختموي او د هېواد وسایل به د امریکایانو په ترقۍ او سوکالۍ خرچ کوي.

ټرمپ اعلان وکړو چې امریکې ته د غېر قانوني خلکو د راتګ مخنیوي دپاره د هېواد په جنوبي سرحد بېړنی حال پرځای کوي، د پاناما نهر واک اختیار به بیا اخلي او د خلیج مېکسیکو نوم په خلیج امریکا بدلوي. هغه دا خبره تکرار کړه چې حکومت به يې د ملک نه غېرقانوني کډوال وباسي چې د هغه په قول شمېره یې په مېلینونو کې ده.

ټرمپ لوظ وکړو چې په عسکري کچه به هم د امریکې نه مضبوط قوم جوړوي.

ټرمپ امریکې ته په غېر ملکي درامداتو د ټېکسو زیاتولو لوظ هم وکړو.

د امریکې د کانګرس په ودانۍ کې په یوه خصوصي دستوره کې ټرمپ د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کړو.

deewa

په دستوره کې د امریکې تلوونکي صدر جوبایډن او د امریکې دریو پخوانیو صدرانو هم شرکت وکړو.

د امریکې د سپریم کورټ مشر جج جان رابرټس د ټرمپ نه سوګند واخیستلو.

د کانګرس په دستوره کې د ټرمپ ترڅنګ نایب صدر جی ډي وېنس هم د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو.
د دې نه مخکې ټرمپ بایډن سره په وایټ کې ملاقات وکړو.

بایډن او د هغه مېرمن جېل د ټرمپ او د هغه مېرم ملانیا په وایټ هاوس کې هرکلی وکړو.

په وایټ هاوس کې د ملاقات وروسته بایډن او ټرمپ په یو موټر کې د کانګرس ودانۍ ته تللي وو او د سوګند پورته کولو په دستوره کې يې شرکت وکړو.

ټرمپ د هغه په ضد په عدالتونو کې د مقدمو او د صدارتي انتخاب دپاره د کېمپېن په مهال په هغه د قاتلانه حملې ذکر هم وکړو او ويې وویل خدای هغه ځکه بچ کړو چې امریکې ته بیا عظمت ورکړي.

ټرمپ لوظ وکړو چې حکومت به يې د رای په اظهار قدغنونه یا سېنسرشېپ ختم کړي.

د ټرمپ د سوګند پورته کولو دستوره ملک دپاره په دعاګامو او د قومی سرود سره ختمه شوه.

ټرمپ د خپلې چوکۍ سوګند په داسې ورځ پورته کړو چې په امریکا کې د شهري حقونو مبارز مارټر لوتر کېنک ورځ لمانځل کېدله. ټرمپ وویل د کېنک مشن به سر ته رسووي.

ټرمپ دا هم وویل چې امریکا به په رسمي ډول دوه جنسونه مني او هغه ښځه او سړی دی.