د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ ویلي، مرکزي حکومت به د کېلیفورنیا ترڅنګ په مکمله توګه ولاړ وي، د هغه ویجاړونکو اورونو وروسته چې دغه ایالت یې ځپلی دی. هغه د جمعې په ورځ د یاد ریاست د لیدنې پر مهال وویل چې څومره اړتیا وي، بیا به راشي.
ټرمپ د لاس انجلس په پیسفک پالیسېډز سیمه کې په یوه اور وژنې سټیشن کې د ځايي مشرانو یوې غونډې ته وویل:لومړۍ مېرمن او زه په کېلیفورنیا کې یو ترڅو د کېلیفورنیا خلکو ته خپله مینه څرګنده کړو.
ګورنرنیوسم د جمعې په ورځ په لاس انجلس کې د ټرمپ هرکلی وکړ. دواړو یو بل ته لاس ورکړ او په دوستانه توګه یي ولیدل. ،نیوسم وویل: زه تمه لرم چې موږ به په ګډه کار وکړو.ټرمپ ځواب ورکړ: موږ به یې سم کړو.
دغه سیمه د وروستیو اورونو له امله ډېره ځپل شوې، چې ګڼ کورونه یې په خټو او خاورو بدل کړي دي. ټرمپ د ورځې په لومړیو کې د سیمې یو هوایي سفر وکړ او د هیلی کوپټر له لارې یې د بیا رغونې هڅې وکتلې، په داسې حال کې چې د لاس انجلس په سیمه کې اور وژونکي لا هم د سختو بادونو او وچکالۍ په منځ کې د اورونو په قابو کولو بوخت دي.
ټرمپ د سیمې د لیدنې وروسته وویل: زه فکر نه کوم چې تاسو د دې د سختۍ او ویجاړتیا اندازه کولی شئ، تر څو چې یې خپله ونه ګورئ.
د پالیسېډز اور شاوخوا ۷۷ سلنه، نږدې ۹۵۰۰ هېکټره ځمکه سوځولې ده، د کېلیفورنیا د ځنګلونو او اورونو د خوندیتوب د ادارې په وینا.
ټرمپ د کېلیفورنیا د مشرانو پر اوبو د پالیسیو انتقاد کړی چې وايي د وروستیو اورونو د زیاتېدو لامل شوې دي. هغه وویل چې کېلیفورنیا ته له سفر مخکې به یې “د یو اور لیدنه وکړي چې که اوبه پرې پرېښودل شوې وای، بند شوی به وای، خو هغوی پرې د اوبو بهاو بند کړی و.
د کېلیفورنیا ګورنر ګېوین نیوسم د صدر دغه ادعا رد کړې، او نورو ریاستي قانون جوړونکو ویلي چې دغه سخت اورونه د ښاروالۍ پر سیسټم دومره زیات فشار راوړی چې د داسې اورونو د کابو کولو لپاره جوړ نه دی.
د ټولنې له مشرانو سره د غونډې پر مهال، ټرمپ وویل چې د لاس انېجلس هغه اوسېدونکي چې کورونه یې له لاسه ورکړي، باید ژر تر ژره خپلو ځمکو ته د تګ اجازه ولري، او د ښاروالې کارن باس څخه یې وغوښتل چې د پاکولو پروسه ګړندۍ کړي.
ټرمپ وویل: خلک چمتو دي چې خپله ډمپر راوړي او خپله یې پاک کړي. ډېر څه نه دي پاتې، ټول سوځېدلي دي.
باس وویل، :تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خلک خوندي پاتې شي خو ژمنه یې وکړه چې اوسېدونکي به په یوه اونۍ کې خپلو کورونو ته د تګ اجازه ولري.
ټرمپ د کېلیفورنیا له لیدنې مخکې شمالي کارولینا ته سفر وکړ، چېرته چې هغه د هوریکان هلین د اوږدمهاله زیانونو د بیا رغونې هڅو په اړه معلومات واخیستل.
ټرمپ خبریالانو ته وویل چې فیما “یو لوی مایوسي ده” او زیاته یې کړه چې دی د دې ادارې د ختمولو په اړه فکر کوي.
فیما هغه مرکزي اداره ده چې په کېلیفورنیا او شمالي کارولینا کې د طبیعي افتونو په وړاندې غبرګون ښيي. ټرمپ د ادارې په اړه وویل. دا ډېره بېروکریټیکه ده. او ډېره ورو ده.