د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ته په ټینګار سره وویل، د اوکراین خلاف دې جګړه ودروي که نه نو وایي امریکا به ډېر ژر لوېدیځ ته د روس په هر ډول برآمداتو باندې د "لوړې کچې" نوي بندیزونه ولګوي.
په سپینه ماڼۍ کې د خپلې دویمې دورې په لومړیو دوو ورځو کې ټرمپ صدر پوټین ته پر ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې وویل، دا وخت دی چې ماسکو باید د ګاونډي اوکراین خلاف څه کم درې کلنه جګړه ختمه کړي او یو تړون ته سره ورسېږي:
"زه نه غواړم روس ته زیان ورسوم، زه د روس له خلکو سره مینه لرم او تل مې له صدر پوټین سره ډېرې ښې اړیکې لرلې دي، موږ باید هیڅکله هېر نه کړي چې روس د دویمې نړیوالې جګړې په ګټلو کې زموږ مرسته کړې وه".
صدر ټرمپ پر خپل ټروت سوشل باندې لیکلي، "دا هر څه ویل کېږي، زه به له روس سره چې اقتصاد یې ناکامه دی او له صدر پوټین یو ډېر لوی احسان وکړم، [شخړه] اوس حل کړئ، او دا بې معنا جګړه ودروئ! دا تش د نورې خرابۍ خواته روانه ده."
صدر ډانلډ ټرمپ د تېر کال په نومبر کې د صدارتي ټاکنو د کمپېن په مهال هم ویلي وو چې که په دویم ځل ولسمشر وټاکل شي نو د اوکراین جګړه به ډېر زر ختمه کړه خو د دې لپاره یې څه تګلاره نه وه اعلان کړې.
د سه شنبې- نهې په ورځ چې کله خبریالانو په روس باندې د نورو بندیزونو لګولو د امکان په اړه وپوښتل شو، صدر ټرمپ یې په جواب کې وویل، "همداسې ښکاري."
صدر ټرمپ ویلي چې انتظامیه یې د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنسکي سره په خبرو بوخته ده او ډېر ژر به د روس له صدر ولادیمیر پوټین سره هم په دې اړه خبرې وکړي. صدر ټرمپ د خپل صدارت په درېیمه ورځ ویلي:
"که موږ تړون ونه کړو، له ما سره به بل انتخاب نه وي بې له دې چې په امریکا او نورو شریکو هېوادونو باندې د روس په پلور کېدونکو شیانو باندې ډېر ژر د لوړې کچې ټیکسونه، محصولات او بندیزونه ولګوم".
د مخکیني صدر جو بایډن په مشرۍ امریکې او د هغه یورپي متحدینو بیا بیا د روس د اقتصاد پر مهمو څانګو او د صدر پوټین پر شتمنو ملګرو باندې بندیزونه لګولي، چې د دې هیواد اقتصاد خو یې خراب کړ مګر د جګړې په درولو کې ناکامه شو.
صدر ټرمپ وایي "راځئ دا جګړه ختمه کړو، که زه صدر وای دا به هیڅکله نه وای پیل شوې، موږ دا په اسانه یا سخته لاره ختمولای شو او اسانه لاره تل غوره ده. دا د تړون کولو وخت دی. د نورو خلکو ژوند باید ضایع نه شي".
د روس صدر یا حکومت سمدستي د ټرمپ غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو صدر پوټین او د چین صدر شي جینپینګ د ټرمپ د سوګند له مراسمو وروسته خبرې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
ټرمپ ویلي وو له واک تر لاسه کولو مخکې به د روس او اوکراین شخړه حل کړي، خو د دوشنبې- ګل په ورځ د لوړې تر مراسمو مخکې د ټرمپ مرستیالانو وویل، نوی هدف دا دی چې د ټرمپ اداره به په لومړیو 100 ورځو کې یعنې تر اپرېل مخکې جګړه ختموي.
د بایډن په مشرۍ د هغه مهمو مرستیالانو ویلي وو، دا په اوکراین پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي چې ایا غواړي له روس سره د سولې خبرې اترې پیل کړي او که غواړي نو کله یې پیل کوي.
صدر ټرمپ د سې شنبې- نهې په ورځ خبریالانو ته وویل، یورپي باید له اوکراین سره د مرستې لپاره "تر هغو پیسو زیاتې ورکړي چې اوس یې ورکوي" او په ناسم ډول یې وویل چې امریکا د یورپي اتحاد په نسبت له اوکراین سره تر 200 ارب ډالر ډېره مرسته کړې ده.
د 2022م کال په فرورۍ کې چې روس په اوکراین یرغل پیل کړی، امریکې له اوکراین سره د شاوخوا 175 ارب ډالر پوځي مرستې ژمنه کړې ده. یورپي اتحاد وايي دوی او د دوی غړو هیوادونو شاوخوا 145 ارب ډالر مرستې چمتو کړې دي.
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د سې شنبې- نهې په ورځ وویل، که له روس سره یې د ډزبندۍ تړون وشي، نو "لږ تر لږه 200,000 یورپي سوله ساتونکو" ته به د اوکراین پر مځکه اړتیا وي چې د روس د ممکنه نوي برید خلاف د کیف دفاع وکړي.
د اوکراین چارواکو د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د هیواد هوایي دفاع د شپې د روس لسګونه ډرونونه ویشتلي دي، چې د میکولیف په ښار کې یې هم ټوټې را غورځېدلې او د دې ځای ګورنر ویتالي کیم وویل، د ملبې غورځېدو د یو اپارتمان ودانۍ ته زیان رسولی او دوه کسان یې ټپیان کړي دي.