ټرمپ وايي یوکرېن کې جنګ د ختمولو په اړه به زېلېنسکي سره "سمدستي" خبرې اترې شروع کوي

صدر ټرمپ او صدر زېلېنسکي

صدر ټرمپ او صدر زېلېنسکي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشبنې، په ورځ اعلان وکړو چې د روس صدر ولادېمير پوټن سره په ټېلې فون خبرو کې دواړه متفق شوي چې په یوکرېن کې جنګ د ختمولو دپاره دې په سمدستي ډول د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره مذاکرات شروع کړی شي.

ټرمپ وویل زېلېنسکي سره به خبري شروع کوي او د هغه او د پوټن د خبرو نه به يې خبروي. ټرمپ اعلان وکړو چې "دا اوس" به د یوکرېن صدر سره خبرې کوي.

ټرمپ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل وویل خارجه وزیر مارکو روبیو، د سي ايي ای مشر جان رېټکلېف، د قومي سلامتیا مشیر مایکل والټز او سفارتکار او خصوصي استازي سټیو وېټکاف ته يې ویلي چې د مذاکراتو مشري وکړي.

ټرمپ وویل قوي ګمان یې دی چې مذاکرات به کامیابېږي.

ټرمپ دا واضحه نه کړه چې د روس او د یوکرېن جنګ به په کومو شرایطو ختموي.

د امریکې د دفاع وزیر پيټ هېګست چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د یوکرېن ډيفېنس کانټېکټ ګروپ د غونډې په لړ کې په جرمني کې و، د یوکرېن دا غوښتنه رد کړه چې هېواد ته دې بالاخېر په نېټو کې شمولیت ورکړی شي.

هېګست وویل امریکا ګمان نه کوي چې د یوکرېن جنګ په پرامنه توګه ختمولو دپاره د نېټو غړيتوب حقیقت پسندانه حل دی.

وېټکاف د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس د قېد نه د امریکايي شهري مارک فوګل د ازادۍ په لړ کې پوټن او د سعودي ولي عهد سره د ټرمپ د ملګرتیا ستاینه وکړه.

په وایټ هاوس کې د مارک فوګل هرکلی وکړو چې د روس د قېد نه د ازادېدو وروسته هېواد ته را ورسېدو.

روس فوګل په کال ۲۰۲۱ کې هېواد ته د نشۍ توکي مارېوانا د راوړلو په الزام نیولی و. فوګل ته ډاکټر مارېوانا ليکلې وه.
ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماښام په وایټ هاوس کې د فوګل هرکلی وکړو.

فوګل په غاړه د امریکې بېرغ و او په وایټ هاوس کې چې د صدر ټرمپ ترڅنګ ولاړ و نو ويې ویل په ځمکه د خوش بخته ترین احساس کوي.

هغه د ټرمپ، د امریکايي سفارتکارانو او قانون سازانو ستاینه وکړه چې د هغه د ازادۍ دپاره یې کوښښونه کړي دي.

فوګل په ازادولو ټرمپ د روس ستاینه وکړه او په دې اړه د معاهدې تفصیل د شریکولو بغېر يې دا منصفانه او معقوله وبلله.

د روس د حکومت، کرېملېن، ترجمان دمتري پېسکوف د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د یوې معاهدې دلاندې په امریکا یو روسی شهري د خپل قېد نه ازادوي.

ټرمپ وویل روس سره د یرغمالانو بله تبادله به د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلانېږي.

د ټرمپ د قومي سلامتیا مشیر مایک والټز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امریکې او روس په یوه تبادله مذاکرات کړي دي خو هغه په دې اړه څه معلومات شریک نه کړل چې امریکا به د معاهدې د لاندې څه کوي.

والټز د فوګل ازادي په پراخه کچه د سیاسي مفاهمت برخه او د روس د نیک نیتي اظهار وبللو او ويې وېل دا په یوکرېن کې جنګ د ختمولو په لوري تک کې صحیح ګام دی.

ټرمپ لوظ کړی و چې په څو ورځو کې دننه به د یوکرېن جنګ ختموي خو اوس وايي د صدارت په وړمبو ۱۰۰ ورځو کې به د شخړې حل راوباسي.

په وروستیو ورځو کې وېنزوېلا شپږ امریکایان ازاد کړي دي.

فوګل ته ډاکټر د ملا درد دپاره مارېوانا لیکلې وه چې روس ته د تګ په وخت ونیول شو او په کال ۲۰۲۲ کې ورته ۱۴ کاله د قېد سزا واورول شوه. د امریکې د مخکني صدر جوبایډن حکومت ویلي وو چې فوګل په غلطه توګه ګرفتار کړی شوی دی.