د پاکستاني طالبانو تر ټولو لویې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان د امنیتي ځواکونو پرضد د"الخندق" په نوم د پسرلنۍ جګړې یا عملیاتو پېل کولو اعلان کړی دی.
د ټي ټي پي لخوا د جمعې په شپه په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په عصري وسلو سمبال د دوي روزل شوي جنګیالي به د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کړي، چې پکې هدفي بریدونه، چریکي حملې، ځانمرګي بریدونه او د سنایپر (لرې واټن څخه د نښه ویشتلو) بریدونه شامل دي.
ټي ټي پي د پسرلنۍ جګړې یا عملیاتو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې د تېرې څه مودې را پدیخوا پاکستان کې بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو اؤ داعش خراسان هم د خپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.
د وسله والو ډلو په بریدونو کې تر اوسه د سوونو په شمیر پاکستاني عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ضد جګړه پر مخ وړي، اؤ دریځ لري چې هدف یې په هېواد کې د شرعي نظام نافذول دي.
پخپله اعلامیه کې ټي ټي پي ویلي چې د "الخندق عملیاتو" لپاره یې په مرکزي او سیمهییزه کچه ځانګړي ګروپونه جوړ کړي، چې د ګوریلا جګړې او عصري وسلو کارونې په مهارتونو سمبال دي.
د ټي ټي پي په وینا، د دوي وسله والې ډلې د جګړې ډګر ته تللې دي او د پاکستاني امنیتي ادارو، د هغوی همکارانو، اډو، قرارګاوو او پوستو پر ضد به هدفي بریدونه، ګوریلا حملې، ځانمرګي بریدونه، سنایپر بریدونه او د لیزر وسلو کارونه کوي.
پخپل بیان کې ټي ټي پي ویلي چې د پاکستان واکمن نظام د تېرو 70 کلونو راهیسې د هېواد د سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي بحران، عدلي فساد، د تعلیمي نظام د خرابۍ، او د پوځ له خوا د حکومت د کنټرول سبب شوی دی اؤ له خلکو یې غوښتي چې باید د دوي ملاتړ وکړي.
د 2022م کال په نومبر کې، ټي ټي پي د پاکستان حکومت سره د اوربند تر ناکامۍ وروسته، د خپلو بریدونو د بیا پیل اعلان کړی ؤ چې له هغې راپدیخوا یې په ټول هېواد کې د امنیتي ځواکونو پر ضد مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.
د پاکستان د پوځ د تازه شمیرو تر مخه یوازې د کال 2024م نه راپدیخوا 563 پاکستاني پوځیان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.
د فبرورۍ په 14مه (پرون) د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري مطبوعاتو ته د بریفنګ ورکولو په مهال دعوه وکړه چې تېرکال 2024م او روان کال2025م کې نزدې 1250 ترهګر هم په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي .
پوځي ویاند وویل پاکستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدو یوه وجه دا هم ده چې افغانستان کې هر رقم ترهګري ورو په ورو ځای پېدا کوي اؤ د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي مرکزونه دي.
پوځي ویاند تور ولګولو چې د ټي ټي پي د وسله والو روزنه د افغانستان په خاوره کیږي خو ټي ټي پي بیا وایي چې دوي د افغانستان څخه نه بلکې د پاکستان له خاورې خپله جګړه پرمخ وړي اؤ په ګرد پاکستان کې یې وسله وال شتون لري.
د پوځي ویاند وینا وه د کله راهسې چې ایتلافي پوځونه له افغانستان وتلي دي نو په شپه کې لیدونکې وسلې په پراخه کچه افغانستان کې پاتې شوې دي اؤ اوس ترهګرې ډلې له دغو وسلو استفاده کوي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم څو،څو ځله د افغان طالبانو په حکومت تورونه لګولي چې پخپله خاوره کې یې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پخپل هیواد کې امنیت ټینګول د پاکستان خپله مسله ده اؤ اسلام اباد باید د خپلې ناکامۍ پړه د افغانستان غاړې ته وانه چوي.