بلوچستان کې دوې چاودنې شوي، يو عسکر وژل شوی او د نهه عسکرو په ګډون 13 تنه ژوبل دي

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې دوې بمي چاودنې شوي، په چاودنو کې د اېف سي ځواک يو عسکر وژل شوی او د نهه عسکرو او پوليسو په ګډون پکې د 13 پورې نور کسان ژوبل شوي دي.

د پولیس په وینا نن د 19مې جولای په سهار د تربت په بلیده سیمه کې په بمي چاودنه کې یو عسکر وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي.

د کېچ ضلعې پولیسو يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي، د سړ‎ک غاړ‎ې ته ښخ کړ‎ل شوي چاودېدونکي توکیو هدف د اېف سي ځواک ګاډی وو، او چاودنه کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ويل شوي، د وژل شوي عسکر پېژندګلو د شېر خان په نوم شوې ده، د پولیسو په وینا ټپیان د توربت ځایي روغتون ته وړ‎ل شوي دي.

کېچ ضلع ایران ته څېرمه د بلوچستان صوبې بلوڅ میشته او له نا ارامه سیمو څخه بلل کيږي.

د یادې پېښې زمه واري د رپورټ د جوړ‎لو تر وخته کوم تنظیم نه ده منلې خو تر دې وړ‎اندې په بلوڅ سیمو کې د زیاتره هدفي، بمي بریدونو، چاودنو زمه واري بېلا بيلو ناقانونه ګرځول شوو بلوڅ وسله والو ډلو منلي دي.

د پولیس چاراکو په وینا دویمه چاودنه نن د جمعې په ورځ د پښین ضلعې عدالت ته نزدې سړ‎ک باندې شوې، دوه پولیس عسکر او څلور لارويان پکې ټپیان شوي دي.

د پښین پولیسويو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وویل، "د سي ټي ډي کوټې پولیسو ګاډی د پښین عدالت ته روان وو، دا ریموټ کنټرول بم چاودنه وه چې هدف یې د ترهګرۍ ضد ادارې سى ټي ډي موټر وو".

د بلوچستان د داخله چارو وزیر پر پېښه خفګان څرګندکړ‎ی او د د پېښې رپورټ یې طلب کړ‎ی دی.

د پېښې زمه واري تر اوسه چا نه ده منلې خو تر دې وړ‎اندې په پښین او شاوخوا پښتنو سیمو کې دې ته د ورته بریدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلي دي.