پاکستان نه د پولیو نورې دوه پېښې هم مخې ته راغلي، شمېره یې 39 ته ورسېده

د پاکستان په سیند صوبه کې د پولیو دوه تازه پېښې مخې ته راغلي چې دې سره په پاکستان کې په تېرو لسو میاشتو کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 39 ته رسېدلې ده.

په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې د پاکستان دننه د پولیو د 6ؤ تازه پېښو مخې ته د راتلو پخلی شوی.

په سیند کې د پولیو ددې دوؤ تازه پېښو له پخلی څو ساعته وړاندې په اسلام اباد کې د روغتیا د ملي ادارې د سیوري لاندې فعالیت کوونکې پولیو ریجنل ریفرنس لیبارټرۍ د بلوچستان ایالت نه د پولیو د دریوؤ اؤ خېبر پښتونخوا نه د یوې پېښې مخې ته د راتلو پخلی کړی ؤ.

یادې لیبارټرۍ ویلي په سیند صوبه کې یوه د پولیو پېښه د سانګهر نه مخې ته راغلې چې دغلته یوې ماشومې ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی اؤ بله پېښه د میرپور خاص نه مخې ته راغلې چې هلته یو ماشوم ته دا وایرس ورپورې شوي دي.

په پاکستان کې د روان کال له پېله تر دې مهاله د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 39 ته رسېدلې ده چې دې کېد بلوچستان څخه 20، د سیند څخه 12، د خېبر پښتونخوا نه 5 او د پنجاب او اسلام آباد نه یوه، یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

پاکستان کې د پولیو د مخنیوي چارواکي وایي چې سږکال د بلوچستان څخه په ګڼ شمیر کې د پولیو د پېښو مخې ته د راتلو یو علت دادی چې دغه صوبه کې د روانو احتجاجونو اؤ اړي ګړي له امله په یو شمیر سیمو کې ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو په رسولو کې خنډان راولاړ شوي وؤ.

د پولیو دا څلور تازه پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې ټاکل شوې ده په ګرد پاکستان کې د 28م اکتوبر نه د پولیو د مخنیوي کمپین پیل کېږي چې پکې به د پینځوؤ کالو نه د کم عمر تر څلور نیم کروړو زیاتو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکول کیږي.

پولیو هغه مضره ناروغي ده چې ماشوم د ټول عمر لپاره معذوروي ، دا ناروغي له نورې ټولې نړۍ څخه ختمه شوې ده خو یوازې په پاکستان اؤ افغانستان کې لا اوس هم پاتې ده.