امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په بنو اؤ جنوبي وزیرستان کې دوه پولیس عسکر د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي اؤ پوځ دعوه کړې ده چې په ډیره اسماعیل خان سیمه کې یې یې د عملیاتو په مهال "اته ترهګر" وژلي دي.
تر دې پېښو وړاندې د جمعې په ماسخوتن د پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو یو لوړ رتبه افسر ډي ایس پي ګل محمد خان اؤ دوه نور پولیس عسکر د وسله والو په ډزو کې وژل شوي اؤ یو پولیس عسکر ژوبل شوی ؤ.
د پولیس سرچینو ترمخه، ډي اېس پی ګل محمد خان اؤ دهغه سره نور پولیس د معمول په ګزمه وو چې د لکي مروت په مځینواله چوک کې په نامعلومه کسانو ډزې کړې دي.
د سیمې نه سرچینې وایي د جمعې په ماسخوتن د بنو په سره درګه سیمه کې نامعلومو وسله والو د سلامت خان په نوم یو پولیس عسکر باندې ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
د پولیس یوې سرچینې وي او ای ډیوه ته ویلي په دغه پېښه کې وژل شوی پولیس عسکر سلامت خان د شمالي وزیرستان د میرامشاه تحصیل د پولیس د یو مشر ډي ایس پي هیډ کوارټر ساتونکی ؤ اؤ هغه بنو کې په رخصتۍ خپل کور ته راغلی ؤ چې د شپې په مهال پرې د کور سره نزدې نامعلومه وسله والو ډزې کړي اؤ وژلی یې دی.
پولیسو ددې پېښې مقدمه د نامعلومو وسله والو خلاف درج کړې ده.
امنیتي سرچینې وایي د کوز جنوبي وزیرستان په برمل سیمه کې هم د پولیو د ورکرانو د ډلې په حفاظت مامور یو پولیس عسکر باندې ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
په واڼا کې د پولیسو تاڼې مشر الله نواز وزیر رسنیو ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې پېښه د رغزۍ تاڼې په حدودو ماڼه سیمه کې هغه وخت وشوه چې پر موټر سایکل سورو وسلوالو د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو کارمندانو مخه ونیوله اؤ په پولیسو یې ډزې پیل کړې چې پکې یو پولیس عسکر رحیم الله وژل شوی دی.
واڼه سیمه د افغانستان د پولې سره جوخته پرته ده.
د دغه دواړو پېښو ذمه واري په سمدستي توګه لا چا نه ده قبلول کړې خو عموما چې په خېبر پښتونخوا کې په پولیسو د کېدونکو بریدونو پړه د تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.
په عین حال کې د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې عملیات کړي اؤ اته ترهګر یې وژلي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د خالي په ورځ خپل بیان کې ویلي چې پوځ سیمه کې د ترهګرو د شتون خبر ترلاسه کړی ؤ چې ددغه استخباراتي معلوماتو په اساس یې سیمه کې په پینځم اپریل د ترهګرو په ضد عملیات کړي اؤ عملیاتو کې اته ترهګر وژل شوي دي
د پوځ بیان کې نه خو د عملیاتو مشخصه سیمه ښودل شوې اؤ نه پکې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو مخې ته راوړل شوې ده.
د خېبر پښتونخوا صوبې صوبې په جنوبي ضلعو ټانک، بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان کې په دې تیره یوه اوونۍ کې په پولیس پینځه بیلا بیل بریدونه شوي چې پکې د پولیس د دوو افسرانو (انسپکټر او مرستیال انسپکټر) په ګډون پینځه پولیس اهلکار وژل شوي دي.