د پاکستان د پنجاب صوبې په ګوجرانواله ښار کې پولیس دوه خوېندې په دې الزام ګرفتار کړي چې په زور د جنسي فعل یا د رېپ په انتقام کې يې خپل پلار سوځولی او وژلی دی.
د ګوجرانواله پولیس چارواکي رضوان طارق د شورو، چهارشنبې، په ورځ ای اېف پي خبري ادارې ته وویل جینکو په خپل منځو کې فېصله وکړه چې د مسلې مستقل حل راوباسي او چې پلار يې ووده نو د موټرسایکل پېټرول يې په هغه وشيندل او اور يې ورواچولو.
دواړو جینکو د جنورۍ په وړمبۍ نېټه په خپل پلار حمله وکړه. هغه د نهې، سه شنبې، په ورځ ساه ورکړه.
دواړه جینکۍ خپلو کې ناسکه خوېندې دي، پلار يې دوه ودونه کړي وو او ټول په یو کور کې اوسېدل
د پولیس ترمخه، جینکو ویلي چې پلار يې د یو کال راهسې د مشرې لور سره جنسي فعل کولو او په کشرۍ لور يې هم دوه ځله کوښښ کړی و.
وېل کېږي چې د جینکو مېندې لوڼو سره په جنسي زیاتې خبر وي خو د پلار د وژلو په اړه د جینکو د ارادې په باره کې يې معلومات نه لرل.
د جینکو شناخت خفیه ساتلو دپاره ای اېف پي د وژل شوي تن نوم نه دی څرګند کړی.
د وژل شوي سړي یوه ښځه هم ګرفتار کړی شوې ده او پولیس د بلې ښځې نه تحقیقات کولی شي.
پولیس افسر طارق ای اېف پي ته وویل تحقیقات سر ته د رسوولو وروسته به په اینده څو ورځو کې ګرفتار کسان عدالت ته وړاندې کولی شي.