د اوکراین چارواکو په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د هېواد په غیر پوځي اسانتیاو د روس د بریرونو په سر دې د ماسکو خلاف ګامونه پورته کړي.
د اوکراین خارجه وزیر دمیترو کولیبا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې روس د غیر مسلح شهریانو خلاف "تر ټولو بزدلانه او د بربریت" جنګ کوي.
د دې نه وړاندې د اوکراین صدر ولادمیر زېلېنسکي د اقوم امتحده سېکیورټي کاونسل ته د وډیو په زریعه خپل تقریر کې وویل چې روسي مزایل هسپتالونه، سکولونه، د امد او رفت هدفونه او رهایشي علاقې وولي.
زېلېنسکي وویل اوکراین منتظر دی چې دنیا به د روس خلاف د سخت ردعمل اظهار وکړي.
په اقوام متحده کې د روس سفیر واسېلی نبېنزیا وویل هېواد يې د اوکراین او د اوکراین د مغربي اتحادیانو دړکې او خبرداري ردوي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس د هوايي حملو په نتیجه کې د اوکراین سر ښار کییف په شمول ګڼ شمېر نورو ښارونو کې بجلي منقطع شوه او د اوکراین د چارواکو په قول په کییف کې د روس په هوايي حمله کې درې کسان ووژل شوو.
د پولېنډ په سرحد پروت د اوکراین لویو ښار میر یا ښار وال وویل چې په ټول ښار کې بجلي نشته خو په سمدستي ډول دا نه وه معلومه چې په ښار کې څومره هدفونه ویشتل شوي دي.
د اوکراین ژاپروزیا اېټمي بجلي ګر، چې د یورپ تر ټولو لوی اېټمي بجلي ګر دی، یو وارې بیا د بجلۍ د ترسیل نظام نه منقطع شوی و او د اېټمي بټۍ یخه ساتلو او نورو عملیاتو دپاره په ډیزلو چلېدو. دا خبره د اقوام متحده د اېټمي توانای ادارې انټرنېشنل اټامک اېنرجي اېجنسي کړې ده.
د ايي ای ايي ای ډرېکټر ماریانو ګراسي دا غوښتنې تکرار کړي چې د ژاپروژیا اېټمي بجلي په شا او خوا سیمو کې دی جګړه ودرول شي خو یو فریق هم د هغه غږ نه دی منلی.
په داسې حال کې چې په اوکراین کې حملې دوام لري، امریکې اوکراین ته د 400 مېلین ډالرو مالیت ګوله بارود او جنرېټرې د لېږلو اعلان کړی دی. د دې سره به په تېرو نهو میاشتو کې اوکراین سره د امریکې د امداد مالیت 19 بېلین ډالرو ته ورسېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای په وېب پاڼه د شایع شوي هغه رپورټ نه اخیستل شوی چې پکې د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو معلومات شامل کړی شوي دي