ملګري ملتونه: روان کال افغانستان کې د ماینونو پاکولو لپاره 21.9 میلین ډالرو ته اړتیا لرو

په افغانستان کې د تېرو لسیزو د جګړو په نتیجه کې د ښخو ماینونو او ناچاوده موادو په چاودنو کې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګ ژوبلې له کبله ملګرو ملتونو په روان کال کې له دې هېواده د ماینونو د پاکولو لپاره له نړیوالې ټولنې د 21.9 میلین ډالرو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره «اوچا» وايي، په افغاسنتان کې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د افغانانو ژوند ته خطر پېښوي او هره میاشت په دغه هیواد کې تر 55 پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل کېږي یا ټپیان کیږي.

اوچا د یکشنبې- اتوار په ورځ پر خپل ایکس په یو پوسټ کې لیکلي چې په دغو چاودونو کې تر 80 فیصده پورې زیانمنېدونکي ماشومان دي:

"افغانستان لا هم په پراخ ډول په ناچاودو توکو باندې ککړ دی. تر 3.3 میلین زیات کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په یو کیلومیټرۍ کې ژوند کوي، هره میاشت تر 55 پورې کسان تر مري‌ او ټپي‌کېږي چې 80 فیصده یې ماشومان دي".

اوچا ویلي په روان 2025م کال کې د افغانستان په بېلابېلو جګړه ځپلو سیمو کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو او خطر په اړه خلکو ته د پوهې ورکولو د پروګرامونو لپاره 21.9 میلین ډالرو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره «یونیسیف» هم د جنورۍ پر پینځمه ویلي وو، په تېر 2024م کال کې تر 500 زیات افغان ماشومان د جګړو د پاته ناچاودو توکو او چاودېدونکو موادو په چاودنو کې وژل شوي او یا سخت ټپیان شوي دي.

یونیسیف ویلي وو، په تېر کال کې یې افغان ماشومانو او د هغوی د کورنیو غړو ته له ناچاودو توکو څخه د پېښېدونکو خطرونو په اړه پوهه ورکړې ده:

"یونیسیف تېرکال شاوخوا درې میلینه ماشومانو او د هغوی ساتونکو ته د چاودېدونکو توکو د خطر په اړه تعلیم ورکړ چې څنګه باید چاودېدونکي توکي وپیژني، ځان ترې وساتي او رپوټ یې کړي".

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي آر سي) هم تېر کال په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر دوام اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې وو د 2024م کال له پیله د کال تر اخره د ماشومانو په ګډون 455 کسان د چاودنو په ګډون په بېلابېلو پیښو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ای سي آر سي د دسمبر په 31مه په خپل رپوټ کې ویلي وو چې په دغو وژل شویو او ټپي شویو کسانو کې 359 ماشومان وو.

سور صلیب وایي عامو خلکو ته دا مرګ ژوبله د چاودنو اړوند په 234 پیښو کې رسېدلې، خو دغې کمېټې دا نه دي ویلي چې په دغو پیښو کې څومره کسان مړه او څومره نور ټپیان شوي دي:

"افغانستان لا هم د ناچاودو توکو د چاودنو له خطر سره مخ دی، چې دددغه هیواد خلکو ته یې زیاتې ستونځې جوړې کړي دي".

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو، د 2024م کال له جنورۍ تر جون میاشتې یې په افغانستان کې د 292 ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پېښې ریکارډ کړې دي چې وایي 88 فیصده یې ماشومان وو.

اوچا د تېر کال د جولای په 21مه په یو رپوټ کې ویلي وو، د افغانستان په 262 ولسوالیو کې 1.2 میلین میټرمربع ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده. وایي د روزنیزو مرکزونو او د اوبو زېرمنو ته نیزدې سمیې هم پکې شاملې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ملاتړ یې تر 240,000 زیاتو هغو کسانو ته له جګړو د پاته شویو ناچاودو توکو د خطر په اړه پوهه ورکړې چې وایي په دوی کې تر نیمايي زیات ماشومان وو.

په افغانستان کې له مځکنیو ماینونو د 1979م کال په وروستیو کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له یرغل وروسته کار اخیستل پیل شو. پوځي ښکیلو ډلو هغه مهال په دغه هیواد کې د ماینونو له مختلفو ډولونو د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره کار اخیسته، چې د کارپوهانو په باور دا لړۍ لا هم دوام لري.

په افغانستان کې د 1989 کال راهیسې ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام پیل کړی، خو لا هم ددغه هیواد په ډیره ځمکه باندې ماینونه او ناچاوده توکي شته. د ملګرو ملتونو د یو رپوټ له مخې د افغاسنتان په 401 ولسوالیو کې له درو دوې برخې یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي.

ملګري ملتونه وايي په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ غیرسرکاري ادارو نیزدې 13 میلینه ماینونه او ناچاودېدونکي توکي راټول کړي دي.

د ماین پاکۍ د ادارو چارواکي وايي په افغانستان کې د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ماین پاکۍ له پروګرام سره نړیوالې مرستې کمې شوي دي. اوس مهال د ماین پاکولو په برخه کې پینځه داخلي او دوې بهرنۍ ادارې فعالیت کوي.