ملګري ملتونه: ایران او پاکستان روان کال ۷ نیم زره افغانان په زوره بیرته لیږلي

د ملګري ملتونو د مهاجرت اداره (ايي او اېم) ویلي د جنورۍ لومړۍ نېټې را په دیخوا د افغانستان ګاونډي ایران او پاکستان نه ٧٦۴٠٠ افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه یا په زوره شړل شوي.

د ادارې د شمیروترمخه د روان کال د شورو نه تر دې دمه د پاکستان نه ٣٠٣٢ او د ایران نه٧٣٣٩٠ افغان کډوال افغانستان ته لیږل شوي دي.

د روانې میاشت (فرورۍ) د ١١ نیټې نه تر ١٧ پورې افغانستان ته د بیرته ستنو شوو کډوالو شمیره بیا د پاکستان څخه ٢٩٩ او د ایران څخه ١١٢٣٦ یادیږي.

د ملګري ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار د شمیرو ترمخه پاکستان کښې دا وخت ٢.٧ ملینه افغان کډوال ژوند کوي چې نیم په نیمه پکښې قانوني اسناد نه لري.

پاکستاني چارواکو اټکل کړی چې زر تر زره دې دا افغان کډوال بیرته خپلو کورنو ته واپس شي او دریځ لري، د دې کډوالو پاکستان کښې پاتې کیدو نه ترهګر ګټې پورته کوي او د دوي په منځ کښې پټیږي.

د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه تیره اونۍ افغانستان کې د یوې غونډې په مهال هم د افغان کډوالو خپل هیواد ته د ستنیدو غږ کړی وو.

دغه غونډې ته ښاغلي قمر جاوید باجوه ویلي يې وو:" دا د دې کډوالو لپاره خه وخت دې چې په عزت خپل کور ته ستانه شي. د دې کډوالو واپس ستنیدل یواځنی لار ده چې دا اوښايو چې زمونږ میلمستیا او خاوره څوک افغانستان کښې د فساد لپاره استعمال نه کړي. په دغه کار په افغانستان کې د جګړې د لګښت چې اوس مهال هر کال شاوخوا ۴٦ ميليارده (بلین) ډالره دی لګه برخه پیسې خرڅ راځي".

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې راروان څلورویشتو میاشتو کښې به د پاکستان څخه ټول کډوال بیرته راستانه کړي. صدر غني ویلي دغه کار سره به دا تورونه هم پای ته ورسوي چې وایي د کډوالو دلاسه دا سیمه بې ثباتۍ سره مخ ده.

د تیر خالي یا شنبې په ورځ قام ته خپله وینا کښې افغان ولسمشر ویلي وو: " په راتلونکو څلورویشتو میاشتو کې زما لومړی ترجیح او موخه دا ده چې په پاکستان کې ټول افغان کډوال خپل کور ته بیرته راستانه کړم".

صدر غني په دغه موقع د ایران څخه هم افغان کډوال بیرته خپل کور ته د واپس راوستلو ژمنې کړې وې.

په کال ٢٠١۴ کښې د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کولوسمدستي وروستو هم صدر غني د افغان کډوال بیرته واپس راوستلو اعلان کړې وو.

افغان کډوال ګیله کوي چې په خپل هېواد کښې دوي لپاره روزګار نیشته، د ژوند بنیادي ضرورتونه پورا ندي او د بنیادي صحت او د تعلېم اسانتیاوې هم د نیشت برابر دي.

د دې نیمګړتیاوو پرته نړیوال امدادي ادارو لخواه، د کډوالو لپاره افغان وزارت باندې دا تور هم لګي چې کارکونکي یې په بډو رشوتونو کې ککړ دي، چې له امله یې ډیر بیکوره شوي افغانان بیرته خپل هېواد ته راتلو نه ډډه کوي.

د دغه خارجي مامورینو ترمخه ډیر افغان کډوال چې خپل کورونو ته بیرته راستانه شوي یا خو بیرته پاکستان ته تللي او یا یې د بل کوم خارجي هیواد مخه کړې.