ملگري ملتونه: افغان حکومت اصلاحات غواړي خو داعش هم گواښ دی

د ملگرو ملتونو مشر اینتوینو گوټیرس د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته د افغانستان په اړه رپورټ وړاندې کړو

د ملگرو ملتونو مشر اینتوینو گوټیرس د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته د افغانستان په اړه رپورټ وړاندې کړو

د ملگرو ملتونو مشر اینتوینو گوټیرس د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته د افغانستان په اړه رپورټ وړاندې کړی دی چې پکې په جنگ ځپلې هیواد کې د سیاسي پرمختگونو، د امنیت، د انساني او د مېرمنو د حقونو په اړه تازه صورتحال بیان شوی دی.

د رپورټ خلاصه وايي د افغانستان د قامي یوالي حکومت د اصلاحاتو لپاره خپلو ترجیحاتو د برابرولو پروسې ته دوام ورکړی دی او زور یې د اداري فساد په ختمولو او د امنیت په مد کې بهتري راوستلو باندې و. دا په داسې حال کې چې د حکومت او د امنیت په مدونو کې مشکلات هم دوام لري.

رپورټ وايي د انتخاباتو دپاره خپلواکه کمسیون د انتخابي تیارۍ په مد کې د مشکل سره مخامخ شوی دی خو ددې باوجود سیاسي ډلې د پارلیمنټ او د اولسوالیو د شوراگانو د انتخاباتو دپاره ځانونه تیار کړې دي.

رپورټ وايي د امنیت صورتحال انتهايي ناکراره و، طالبانو او په افغانستان کې دداعش وسله والو په پراخه کچه د تلفاتو اړولو صلاحیت لرلو ددې پرته چې افغان او نړي والو ځواکونو ددوي پرضد هوايي حملې هم تندې کړې وې.

د یو کال نه زیات وخت کې د کواډریلیټر کوارډینیشن گروپ یا د افغانستان، امریکا، چین او د پاکستان په شمول د څلورو هیوادونو ډلې وړمبۍ غونډه وشوه. ددې نه علاوه د هارټ اف ایشیا اسنتبول پراسس، شنگايي کواپریشن ارگنایزیشن، ریجنل اکنامک کواپریشن کانفرنس ان افغانستان دلارې غوندې تنظیمونونو دلارې افغانستان کې سیمه کې رابطو ته هم دوام ورکړو. "د امن ناکه حل لپاره بامعنې پرمختگ نه دی شوی."

په افغانستان کې سیاسي پرمختگونه:

د ملگرو ملتونو مشر وویل کله چې په کال ٢٠١٨ م کې د پارلیمنټ او د اولسي شوراگانو دپاره د انتخاباتو اعلان وشو نو یوه ناقراره سیاسي "توازن" رامخې ته شو او لویو سیاسي قوتونو او سیاسي ډلو خپل منځو کې د ائتلافونو جوړولو هلې ځلې پیل کړې او د انتخابي کمسیون د تیاریو څارنه یې شروع کړه.

د بلخ والي عطا محمد نور، نایب صدر رشید دوستم او دویم مرستیال اجرایه ریس محمد محقق د افغانستان د ژغورنې ائتلاف جوړ کړو.

رپورټ وايي د روایتي رقابت پرته، د دوستم او د عطامحمد نور ائتلاف نه یوازې دا چې پرځای دی بلکې عطا محمد نور د کندهار د پولیس مشر عبدالرازق، د ختېځ افغانستان سیاستمدار ظاهر قدیر او د هرات اسماعیل خان ته هم د یواځای کیدو لپاره لاس اوږد کړی دی.

د سپټمبر په میاشت کې پخواني "جهادي" مشر عبدالرب رسول سیاف د هم اهنگۍ شورا نومې ائتلاف غونډه وکړه. رپورټ وايي په دې ائتلاف کې گڼ شمیر سیاسي گوندونه شامل دي او په انتخابي عمل کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

د حکومت ځينې مخالف سیاسي قوتونه چې پکې پخوانی صدر حامد کرزۍ هم شامل دی د لوې جرگې د رابللو غوښتنه کوي. وايي لویه جرگه دې د هیواد په مشرۍ او امریکې سره د تعلق په مسلو غور وکړي.

د سیاسي مخالفینو بل اړخته، د ملگرو ملتونو رپورټ وايي، د صدر اشرف غني او د اجرايي ریئس عبدالله عبدالله خپل منځو کې د همکارۍ تعلق برقرار ساتلی، په حکومت کې په اصلاحاتو د اولس اعتماد زیاتولو لپاره یې کوښښونه کړې دي او د ځوانانو ته یې د لاس ورسولو هڅې کړې دي. په دې لړ کې صدر د رسته خیز نومې د تاجک او د جنبش نومې د هزاره د ځوانانو تنظیمونو ته د رساي کوښښونه کړې دي.

رپورټ کې د حزب اسلامي د دواړو ډلو هم ذکر شوی دی او وايي د حزب اسلامي افغانستان او د حزب اسلام (گلبدین) د یوځای کیدو دپاره کوښښونه د ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو سره خبرې څه ستونځې لري؟

رپورټ وايی طالبانو سره د سولي د مذاکراتو په لړ کې څه پرمختگ نه دی شوی. رپورټ وايي د د امن عالي شورا دا ټاکلي وه چې د طالبانو به د کمزورۍ بنیاد نه خبرې نشي کولی. ددغه تگلارې ترمخه که چرې طالبانو سره خبرې کیږي نو دا به په کابل کې وي.

د طالبانو د جگړې په اړه رپورټ وايي په نژدې موده کې طالبانو د حکومت پرضد گڼ شمیر حملې کړې دي خو افغان حکومتي ځواکونو په شا تمبولې دي.

داعش خراسان څومره مضبوط دی؟

د ملگرو ملتونو رپورټ وايي داعش په افغانستان کې د گڼ شمیر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې په کابل کې درې ځانمرگي حملې هم شاملې دي. رپورټ وايي د اکتوبر په ٣١ مه نیټه د کابل په گرین زون حمله وشوه چې پکې ١٠ ملکي کسان ووژل شو. رپورټ وايي دا یوه علامتي حمله وه چې د نړي والې ټولنې شته منۍ پکې په هدف شوي وې. رپورټ په ننگرهار او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو او دداعش وسله والو ترمنځ د نښتو ذکر هم کړی دی.

د انساني حقونو صورتحال:

یوناما یا په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر د کال ٢٠١٧ په وړمبو نهو میاشت کې د تلفاتو په اړه خپل رپورټ شائع کړو. د سږ کال د جنورۍ د میاشت نه تر د سپټمبر د میاشت پورې ٢٦۴٠ ملکي کسان وژل شوي وو او ٥٣٧٩ زخمیان و چې د تیر کال په مقابله کې شپږ فېصد کمی دی. یوناما ویلي ملکي کسانو ته د تلفاتو ٦۴ برخه د وسله والو د لاسه رامنځته کیږی.