ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل د جرمونو له نړیوال عدالته د طالب مشرانو د نیولو د غوښتنې هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو شمیر کارپوهانو او ایمنیسټي انټرنېشنل د جرمونو د نړیوال عدالت د پراسیکیوټر یا څارنوال دا اقدام ډېر مهم بللی او ستایلی چې په افغانستان کې یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د دوی د سپریم کورټ د لوی قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده.

د دغې شورا یو شمېر کارپوهانو د جنورۍ په 24مه په یو بیان کې ویلي، دا اقدام په افغانستان کې د طالباو له ځورونې سره مخ ښځو، نجونو او نورو له زیان سره مخ ډلو ته یو ښه پیغام ورکوي او هم دا ورته وايي چې د جرمونو نړیوال عدالت د هغوی غږ اوري.

په بیان کې ویل شوي، دا په افغانستان کې د افغانانو خلاف د ترسره شویو بشري جرمونو په برخه کې د انصاف تر لاسه کولو لپاره یو ډېر مهم اقدام دی. بیان وایي‌ دا طالبانو ته یوه ډیره ښه اشاره رسوي چې د طالبانو د مشرتابه غړي د جنسي ځورونې په ګډون د نړیوالو جنایتونو ترسره کولو ذمه وار دي او کیدای شي ونیول شي او له مقدمې سره مخ شي:

"په برابر ډول د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او د همجنسبازانو ډلې اوس په دې پوهیږي چې د جرمونو نړیوال عدالت د هغوی غږ اوري او هغوی ته د انصاف پر ځای کېدو لپاره یې کوټلیو اقدامو ترسره کولو باندې لاس پورې کړی دی".

د جرمونو د نړیوال عدالت لوړپوړي څارنوال کریم خان د جنوري په 23مه وویل، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د پراخ توپیري چلند له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د سپریم کورټ چیف جسټس عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.

د کریم خان د دفتر په بیان نوموړي ویلي، د ترسره شویو تحقیقاتو په ترڅ کې موندل شوي معلومات د دې باور جواز ورکوي چې اخندزاده او له 2021 کال راهیسې د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، "د جنسیت په اساس د ځورونو له کبله د بشریت خلاف د جرم ذمه واري پر غاړه لري".

د جرمونو د نړیوال عدالت دا څارنوال وايي، په افغانستان کې دا ځورونې د 2021م کال د اګست په 15مه د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې روانې دي او لا هم دوام لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي ریچارد بنیټ په ګډون ددې شورا یو شمیر کارپوهانو ویلي، ددې عدالت څارنوال نورې نړۍ ته هم یو پیغام استولی چې د ښځو خلاف توپیري او د ځپلو پالیسۍ نه دا چې د منلو نه دي، بلکې کېدای شي د نړیوالو قوانینو لاندې یو سنګین جرم وګڼل شي.

د ملکرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دغو کارپوهانو ویلي، "هغوی چې له طالبانو سره یې د [اړیکو] د عادي کېدو هڅه کړې ده باید چې په دې خبر اوسي، چې کیدای شي مشرتابه یې د نړیوالو جرمونو په تړاو حساب ورکولو سره مخ شي".

دغو کارپوهانو ویلي، د جنیست په بنیاد د جرمونو خلاف پر حساب ورکولو باندې د څارنوال کریم خان د اقدام هرکلی کوي.

دغو کارپوهانو ویلي، هغوی د نورو نیونو لپاره د امرونو د جاري کېدو په تړاو د جرمونو د نړیوال عدالت د څارنوال ټینګ هوډ هڅولي دي او په لومړني فرصت کې یې ددغو اقدماتو ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل هم په د جرمونو د نړیوال عدالت د لوړپوړي څارنوال کریم خان د غوښتنې هرکلی کړی دی او دا اقدام یې د افغان میرمنو، نجونو او د همجنسبازانو په ګډون له زیان سره مخ ډلو ته د انصاف په تر لاسه کېدو کې یو خورا مهم اقدام ګڼلی دی.

د ایمنیسټي عمومي مشر اګنیس کالمارډ په دې اړه ویلي، "دا یو ډیر مهم قدم دی چې ټول هغه کسان حساب ورکولو ته حاضر کړي چې د جنسیت په بنیاد د تعلیم د بنیادي حق، ازاد تګ راتګ، د بیان ازادۍ، په ازاد ډول د غونډو جوړیدو په ګډون په نورو کړنو باندې تورن دي".

د جرمونو په نړیوال عدالت کې د طالبانو د مشرانو د نیولو له غوښتنې یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت د جنوري په 24مه دا غوښتنه وغندله او هغه یې یوه "سیاسي هڅول شوې" موضوع وبلله.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ایکس په یو بیان کې ویلي، دا د "بدقسمتۍ" خبره ده چې په مشرانو يې دا ډول الزامات لګول شوي دي په داسې حال کې چې په افغانستان کې امن قایم کړی شوی دی او ولس يې د "سکون ساه اخیستې " ده.

د بشري حقونو ځینو نورو نړیوالو او افغان ادارو هم د جرمونو د نړیوال عدالت د اقدام هرکلی کړی دی. دغو ادارو هم په جلا جلا بیانونو کې د دې عدالت دا غوښتنه په تېرو څه باندې درو کلونو کې د طالبانو خلاف د افغانو ښځو د مبارزې نتیجه ګڼلې ده.

یادونه:- د وي او اې اشنا په مننه.