ملګرو ملتونو د اسرايل او حماس په جګړه کې په جنګ بندۍ کولو کې کردار لوبوونکي هېوادونه ستايلي او ويلي يې دي، د جنګ بندۍ د تړون دپاره روانې خبرې بايد دوامداره پاتې شي، چې په بشري بنيادونو بشپړه جنګ بندي وشي.
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتېرش يو ځل بيا غوښتنه کړې چې پاتې يرغمل شوي کسان دې په غېر مشروط ډول خوشي کړی شي.
په غزه کې د اووه اوونيو د جګړې وروسته د اسرايل او حماس ترمنځ د څلورو ورځو جنګ بندي د دوه نورو ورځو دپاره غځول شوې ده.
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش د قطر، مصر او امریکې حکومتونه ستايلي چې اسانتياوې يې برابرې کړي او رېډ کراس د نړيوالې کمېټۍ د کردار يادونه یې هم کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي، د دغو هڅو ټولې ممکنه مرستې به جاري ساتي.
د رپورټونو ترمخه د اسرايل او حماس ترمنځ د څلورو ورځو جنګ بندۍ کې د حماس لخوا يرغمل شوي 50 کسان خوشي کړی شوي دي او په جنګ بندۍ کې د 150 فلسطيني بنديانو د اسرايل لخوا ازادولو ويل شوي وو.
د قطر حکومت اعلان کړی د اسرايل او حماس ترمنځ د ګل يا دوشنبې په ورځ د څلورو ورځو اوربند يا جنګ بندي د نورو دوه ورځو دپاره غځول شوې او تړون یې شوی دی. حماس نور يرغمل کړي کسان خوشي کړي او اسرايل نور بندیان پرېږدي.
قطر د دواړو ترمنځ د عارضي جنګ بندۍ دپاره خبرې کوي.
امریکا چې د يرغمل شوو د خوشي کولو غوښتنه کوي د جنګ بندۍ نورې غځېدو هرکلی یې کړی دی.
د امریکې صدر جوبايډن ويلي، په جنګ کې وقفې په غزه کې د ستونزو سره مخ بې ګناه خلکو ته بشري مرستې سېوا کړي دي.
هغه ويلي، امریکا به تر هغې خپلې سفارتي هڅې نه پرېږدي څو پورې چې د حماس څخه ټول يرغمل کسان نه وي خوشي شوي.
له دې وړاندې اسرايل ویلي وو په غزه پټۍ کې به په حماس ځمکني او هوايي بريدونه نه کوي او د څلورو ورځو د جنګ بندۍ وروسته به د حماس لخوا د لسو يرغمل کسانو خوشي کېدو په بدل کې جنګ بندي د يوې بلې ورځې دپاره غځوي او د يو يرغمل کس په بدل کې به درې بندي فلسطينيان پريږدي.
حماس تاييد کړې چې په دغو شرطونو یې د دوو نورو ورځو دپاره جنګ بندي کړې ده.
د اسرايل دفاعي ځواک ويلي، د لومړو څلورو ورځو جنګ بندۍ په اخرنۍ ورځ د یرغمل شوو او بنديانو تبادله جاري وه، حماس 11 يرغمل کسان پرېښودي او دې سره په څلورو ورځو کې د خوشي کړی شوو يرغمل کسانو شمېره 50 ته رسېدلې ده.
د 50 يرغمل کسانو د خوشي کولو په بدل کې به اسرايل 150 بندي فلسطينيان ازادول.
د اووم اکتوبر وروسته د اسرایل پوځ ویلي وو، حماس به د مينځه لرې کوي او د غزه په پټۍ 16 کلنه واکمني به یې ختموي او دغه هدف به ترلاسه کوي.
په اووم اکتوبر حماس په جنوبي اسرایل حمله کړې د اسرایل په وينا دغه حمله کې 1200 کسان وژل شوي او حماس 240 کسان یې يرغمل کړي وو.
او په غزه کې د صحت چارواکو ويلي، په غزه کې د حماس پرضد د اسرایل په عملياتو کې د 14000 نه زيات کسان وژل شوي چې اکثريت پکې د ښځو او ماشومانو دی.
حماس چې امریکې ترهګره ډله ګرځولې د رپورټونو ترمخه اوس هم ورسره د 175 پورې يرغمل کسان موجود دي او دا خواوشا د دوه نيمو اوونيو يا هفتو پورې جنګ بندي غځولی شي.
خو ویل کيږي په يرغمل شوو کسانو کې يو شمېر اسرايلي پوځيان هم دي او د هغو د خوشي کولو دپاره حماس سختې غوښتنې کولی شي.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت يو چارواکي ويلي، د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د ګل په ورځ په برسلز کې د نېټو په غونډه کې ګډون کړی او د شورو يا چهارشنبې په ورځ به اسرايل او لويديځي غاړې ته لاړ شي.
د اسرایل او حماس د جګړې پيل کېدو وروسته بلينکن له دې وړاندې هم څو ځله د اسرایل سفر کړی دی.
د بهرنيو چارووزارت يو لوړ پوړي چارواکي ویلي، د مینځني ختيځ په سفر کې به بلينکن غزې ته د بشري مرستو سېوا کولو او دوامداره ساتلو، د ټولو يرغمل شوو کسانو په خوشي کولو او په جګړه کې د ملکي وګړو په خونديتوب ټينګار کوي.
(د خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)