د ملګرو ملتونو رپورټ وايي چین په سېنکیانګ او تبت کې جبري مشقت زیات کړی

د سېنکیانګ د کاشغر ښار

د ملګرو ملتو د خواریکښو تنظیم انټرنېشنل لېبر ارګنایزېشن په یو تازه رپورټ کې ویلي د چین چارواکي د مسلمانانو د اکثریت صوبه سېنکیانګ او په تبت کې د هنرونو د دزکړې او د تعلیم مرکزونه نه یوازې د جبري مشقت دپاره استعمالوي بلکې اضافي کارکوونکي د ریاست په سرپرستۍ کې چلېدونکو د مشقت پروګرامونو دپاره د ملک مختلفو علاقو ته هم لېږي.

چین دا رپورټ دروغ او بې بنیاده بللی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې ايي اېل او وویل چینايي چارواکو د غربت کچه معلومولو دپاره څارنه او تحقیقات سخت کړي دي، د صوبو ترمنځ خواریکښو د انتقال دپاره يې هدفونه پورته کړي او په وړو کروندګرو يې دباو زیات کړی چې زرعۍ ځمکې د ریاست لویو لویو ادارو یا کارپورېشنونو ته ورکړي.

deewa

چينايي چارواکو دې عمل ته د ازادولو عنوان ورکړی او د ايي اېل او رپورټ وايي د دې په نتیجه کې په سېنکیانګ او تبت کې د اقلیتونو ټولنو په زرګونو خلکو د انتهايي سختو حالاتو د لاندې د شمسي توانای د ښيښو د جوړولو په شمول په نورو صنعتونو کې کارونه شروع کړي دي.

سېنکیانګ او تبت د چین خودمختاره سیمې دي او د هېواد په مغربي علاقو کې موجود دي.

په واشنګټن کې د چین د سفارتخانې ترجمان (نې) لیو پېنګیوو د ايي اېل او رپورټ رد کړو، دا يې بې بنیاده او د رپورټ معلومات يې دروغ وبلل او ويې ویل رپورټ یو کوښښ دي چې په سېنکیانګ او تبت کې د ترقۍ په اړه نړیوالې ټولنې دروغ وويل شي او د دواړو سیمو ترقي ګډه وډه کړي.

د چین د سفارتخانې ترجمان (نې) وویل چین د بدنامولو دپاره په سينکیانګ او په شيېزېنګ کې د خبري مشقت خبره خپرول کېږي.