ملګرو ملتونو د افغانستان په واکمنو طالبانو غږ کړی چې د ښځوا او جینکو په ضد تاوتریخوالی ختمېدو دپاره دې چټک ګامونه پورته کړي تر څو دهغو کړنو مخه ونیول شي چې د ښځو حقونو او د هغوی بنسټیزو ازادیو ته سیستماتیک زیان اړوي
دغه غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو ادارې په مشترکه اعلامیه کې کړې چې په نړیواله کچه د ښځو په ضد تاوتریخوالي د ختمېدو د نړیوالې ورځ په او د جنسیت په بنیاد د تاوتریخوالي ضد مبارزې د ۱۶ ورځنی کمپاین په مهال يې جاري کړې ده.
د ملګرو ملتونو ترمخه، د نومبر د میاشت ۲۵ نېټه د ښځو او جینکو خلاف تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده او په دې ورځ ښځو په ضد د تاوتریخوالي کېمپېن هم شروع شي چې د ډسمبر په ۱۰ نېټه ختمېږي.
د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه او ملګري ملتونه په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې د ښځو په اړه د طالبانو په تګلارو تشویش څرګندوي. طالبانو د ښځو په تعلیم، کار روزګار او حرکت ګڼ شمېر قدغنونه لګولي دي.
طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو دفاع دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي او د انساني حقونو تنظیمونو ویلي طالبانو د دغو مظاهرو خاموشه کولو دپاره د تشدد نه کار اخیستی دی.
د وي او ای د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د ښځو په ضد د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان میرمنو یو تحریکونو په جدا غونډو او اعلامیو کې په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت تګلارې په سخټو ټکو غندلي او ویلي دي چې اوس په دغه هیواد کې ښځې د بل هروخت پرتله د سخت تاوتریخوالي سره مخ دي.
یوناما په فېس بک شریک کړي بیان کې وویل په "افغانستان لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی لوړه کچه لري، چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې د روان تبعیض له امله دغه تاوتریخوالی لا پسې زیات شوی دی. په هیواد کې د جنسيتي مساواتو جوړښت له منځه تللو سره، د هغو ښځو لپاره چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، هراړخیز او باکیفیته خدماتو ته لاسرسی په ژوره توګه اغیزمن شوی دی. په داسې حال کې، چې دې خدماتو ته اړتیا لا زیاته شوې ده."
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل: "موږ د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځ ته کولو په موخه بیړنيو اقداماتو ته اړتیا لرو."
په افغانستان کې د ښځو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان وویل: " دا حقیقت چې افغان میرمنې او نجونې نن ورځ د تیرو نسلونو په پرتله لږ حقونه لري، د دوی د مبارزې یو تریخ حقیقت دی او نړیواله ټولنه اړباسي چې له دوی سره د دریدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي تر څو د دوی پر مقاومت، مشرتابه او ځواکمنتیا پانګونه وکړي."
طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلام او د افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.