تیراه کې پر وسلوالو فعالیتونو د امنیتي ځواکونو د چوپتیا خلاف د باړې سیاسي اتحاد سبا خپله تګلاره اعلانوي

د خېبر باړې سيمې د سياسي ګوندونو اتحاد اعلان کړی چې افغانستان سره په پوله پرته تیراه سیمه کې د وسلوالو د بیا فعالیدو اؤ په وړاندې یې د امنیتي ځواکونو د غلي پاتې کېدو په ضد به سبا د اتوار- یکشنبې په ورځ یو سیمینار کې خپله تګلاره اعلانوي.

سیاسي اتحاد وایي څو ورځې وړاندې د خېبر د تيراه په غريیزو او مېداني سيمو کې وسلوال ليدل شوي او دې سره سم د خلکو په ذهنونو کې بېلابېلې پوښتنې اؤ اندېښنې راولاړې شوې دي.

سياسي اتحاد ویلي سبا د اتوار یا یکشنبې په ورځ يې په باړه کې د تيراه په امن او د وسلوالو په فعاليتونو د یو سيمينار راجوړولو تابیا کړې او په دې کې به راروان وخت د پاره تګلاره اعلانېږي.

د جماعت اسلامي ګوند د خېبر ضلعې مشر او د باړې د سياسي اتحاد غړي شاه فېصل اپريدي وي او اې ډيوه ته وویل پوليسو او انتظاميه ته دې واک ورکړی شي نو نه به ترهګري وي او نه به وسلوال ليدل کېږي .

هغه وویل د ټولې ناامنۍ ذمه وار په تيراه سيمه کې هغه خلک دي چې د امن په ځاي کولو دپاره ناست دي.

نوموړي زياته کړه په تيراه کې د بد امنۍ ستر علت هلته ناستې ټولې ادارې دي او" زه دا نه منم چې هلته طالبان او لشکر اسلام فعالان دي بلکې دا ټول هغه خلک دي چې زمونږ د دغو ادارو له لارې راغلي دي".

شاه فيصل وايي سوال نه پيدا کېږي چې هلته درېوؤ نه تر څلور زرو پورې پوځيان پراته دي او بيا هم وسلوال په ازاده توګه ګرځي.

د سياسي ګوندونو د اتحاد او په تيراه کې د ځايي خلکو له خوا وروسته له هغې د وسلوالو د موجودیت خلاف غږ اوچت کړی شو چې څو ورځې وړاندې په غريیزو او د تيراه په لاندې مېداني سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان او لشکر اسلام فعالين وليدل شول چې ګزمې کولې.

د باړې سياسي اتحاد مشر او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړي شيرين اپريدي وي او اې ډيوه ته ووېل په تيراه کې يو ځل بيا د امنيت وضعه خرابه شوې او دوه درځې وړاندې مونږ ته داسې مالومات ترلاسه شول چې لاندې باړه کې د وسلوالو ګزمې پېل شوي.

هغه وايي دا ترهګر دلته بيا راتلل دا پوښتنې راولاړوي چې دا څنګه راغلل او چا راوستل او په کومه لاره راغلل او دلته کوم غرض د پاره راغلل؟

نوموړی وايي "زمونږ د ولسونو او رياست په مېنځ کې هغه اعتماد او باور ختم شوی او زه د يو زمه وار په حیث دا وايم چې مونږ يو ځل بيا د امن په نوم يو تحريک پېل کړی او مونږ د کوکې خيل قبيلې کډوالو ته هم بلنه ورکړه چې د اتوار يا يکشنبې په ورځ به تيراه کې د ناامنۍ په اړه په باړه کې سيمنار ترسره کيږي ".

هغه زياتوي په دې سيمينار کې به سياسي خلک، ځوانان، د مذهبي ډلو غړي او قامي مشران کډون کوي او بيا د ټولو کډونوالو په سلا به امن پاڅون اعلانوؤ.

هغه وایي دوي به سیمه کې د ترهګرۍ په ضد د پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته اؤ اسلام اباد کې هم د احتجاج کولو نه ډډه ونه کړي.

په ۲۵مه جولاي هم په تيراه مېدان کې د باړې سياسي اتحاد او ځايي خلکو د امن دپاره ولسي پاڅون کړی ؤ اؤ د پوځ، مرکزي او صوبايي حکومتونو نه یې په کلکه د امن په ځای کولو، هدفي وژنو او قلنګ د مخنيوي غوښتنې کړې وي.

خېبر ضلع او په ځانګړي ډول تيراه سيمه د کال 2009م راهسې د ناامنۍ سره مخ پاتې شوې وسلواله فعاليتونه پکې وو، بيا دغلته د [درغلم، بیا درغلم او خېبر ون او خېبر ټو] په نوم پوځي عمليات شوي حکومت او پوځ دغه سیمې د وسلوالو فعاليتونو څخه پاکولو دعوې هم کړې وې.

په سيمه کې د پوځي عملياتو له امله د زرګونو په شمېره کې کورنۍ کډه شوې چارواکي وايي زياتره کډوال بيرته ستانه شوي خو د افغانستان سره په پوله پرتو راجګال او خواوشا سیمو ځينې کډوال تراوسه نه دي ستانه شوي.

د خېبر په بېلابيلو سیمو کې د لشکر اسلام، انصارالاسلام او تحریک طالبان پاکستان سره امر باالمعروف او توحيدالاسلام وسلواله ډلې فعاله پاتې شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې د تېر کال راهسې د ناامنۍ ضد او امن دپاره د سوات څخه ولسي پاڅونونه هغه وخت پېل شو چې هلته وسلوال ښکاره شوي د ناامنۍ پېښې شوې وې.