یونیسیف: په 2024م کې تر 500 زیات افغان ماشومان د جګړو پاته ماینونو وژلي او ټپیان کړي

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره «یونیسیف» وایي، په تېر 2024م کال کې تر 500 زیات افغان ماشومان د جګړو د پاته ناچاودو توکو او چاودېدونکو موادو په چاودنو کې وژل شوي او یا سخت ټپیان شوي دي.

«یونیسیف افغانستان» د جنورۍ په پینځمه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په تېر کال کې یې افغان ماشومانو او د هغوی د کورنیو غړو ته له ناچاودو توکو څخه د پېښېدونکو خطرونو په اړه پوهه ورکړې ده:

"یونیسیف تېرکال شاوخوا درې میلینه ماشومانو او د هغوی ساتونکو ته د چاودېدونکو توکو د خطر په اړه تعلیم ورکړ چې څنګه باید چاودېدونکي توکي وپیژني، ځان ترې وساتي او رپوټ یې کړي".

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې دا نه دي ویلي چې په دغه موده کې څومره ماشومان د جګړو د پاته چاودېدونکو موادو په چاودنو کې وژل شوي او څومره نور ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو او په جګړو کې د ښکېلو غاړو له خوا د ماینونو کارولو له امله هره میاشت تر 60 پورې کسان د ماین او ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل کېږي یا ټپیان کیږي چې وایي اکثره یې ماشومان دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي آر سي) هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر دوام اندېښنه ښکاره کړې او وایي د 2024م کال له پیله د کال تر اخره د ماشومانو په ګډون 455 کسان د چاودنو په ګډون په بېلابېلو پیښو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ای سي آر سي د دسمبر په 31مه په خپل رپوټ کې ویلي وو چې په دغو وژل شویو او ټپي شویو کسانو کې 359 ماشومان وو.

سور صلیب وایي عامو خلکو ته دا مرګ ژوبله د چاودنو اړوند په 234 پیښو کې رسېدلې، خو دغې کمېټې دا نه دي ویلي چې په دغو پیښو کې څومره کسان مړه او څومره نور ټپیان شوي دي:

"افغانستان لا هم د ناچاودو توکو د چاودنو له خطر سره مخ دی، چې دددغه هیواد خلکو ته یې زیاتې ستونځې جوړې کړي دي".

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو، د 2024م کال له جنورۍ تر جون میاشتې یې په افغانستان کې د 292 ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پېښې ریکارډ کړې دي چې وایي 88 فیصده یې ماشومان وو.

اوچا د تېر کال د جولای په 21مه په یو رپوټ کې ویلي وو، د افغانستان په 262 ولسوالیو کې 1.2 میلین میټرمربع ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده. وایي د روزنیزو مرکزونو او د اوبو زېرمنو ته نیزدې سمیې هم پکې شاملې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ملاتړ یې تر 240,000 زیاتو هغو کسانو ته له جګړو د پاته شویو ناچاودو توکو د خطر په اړه پوهه ورکړې چې وایي په دوی کې تر نیمايي زیات ماشومان وو.