د امنیتي شورا پلاوی به پاکستان کې د بندیز لګیدلي تنظمیونو فعالیتونو څاري

UNSC

د مطبوعاتي رپورټو تر مخه د ملګروملتونو د امنیتي شورا یو ځانګړی پلاوی به په راتلونکې میاشت کې د پاکستان سفر کوي او په جماعت الدعوه او یو شمیر نورو تندروه ډلو او کسانو لګیدلي بندیزونو څارنه به کوي.

د امنیتي شورا پلاوی به د فرورۍ په میاشت کې پاکستان ته له رسېدو سره د یادو تنظیمونو پرضد د لګول شویو بندیزونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

د راپورونو له مخې د ملګروملتونو لخوا له بندیز لګول شویو څخه ۳۷ تنظیمونه او ۳۵ کسان په پاکستان کې ښکاره ژوند او فعالیتونه کوي.

په دغو تنظيمونو کښي القاعده، تحريک طالبان پاکستان، لشکر جهنګوي، لشکر طيبه، جماعت الدعوه، فلاح انسانيت او يو شمير نور تنظيمونه شامل دي.

سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه پاکستان په يادو تنظيمونو باندې د چندې یا پېسو راټولولو بنديز لګولې وو او له خلکو یې غوښتي وو چې له دغو تنظيمونو سره دې مالي مرستې نه کوي.

دبندیز لګیدلي جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد د لسو مياشتو نظر بندۍ وروستو د پاکستان یو عدالت د خوشي کیدو امر کړی وو. د دغې وروستو حافظ سعید د پاکستان په لويو لویو ښارونو کښي په ښکاره جلسې کړي او د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي وو د حافظ سعيد پرضد پاکستان کښي څه مقدمه نشته نو څنګه د هغه پرضد پاکستان کاروايي وکړي.

په پاکستان کې د بندیز لګیدلي تنظیمونو او غړو په ښکاره فعالیتونو د عوامي نيشنل پارټۍ افراسياب خټک وايي داسې کارونه د پاکستان په خپل تاوان دي.

ښاغلی افراسیاب خټک وايي: ٫٫ د دغه تنظيمونو او غړو پرضد کاروايي پخپله د پاکستان په ګټه ده او دا پریکړه د کال ٢٠١٤ د ترهه ګرې پرضد قامي تګلارې یا نېشنل ایکشن پلان کې هم شوې ده.٬٬

د راېټرز خبري ادارې یو رپورټ تر مخه جماعت الدعوه تنظیم په پاکستان کښي ٣٠٠ مدرسې او سکولونه لري. دغه تنظیم د یو شمیر هسپتالونو چلوي او نژدې ۵۰۰ تنه بې پېسو د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډيشن سره کار کوي او په سونو نور کارکونکي دوي په تنخوا هم ساتلي دي.

هند او امریکا تور لګوي جماعت الدعوه په کال ٢٠٠٨م کې په ممبۍ ښار کې شوي ترهګر بریدونو کې لاس لري.په پاکستان کښي دا مهال نژدې ۷۰ ډلو او تنظیمونو بندیز لګول شوی خو د حافظ سعید جماعت الدعوه لا هم د څارنې به نوملړ یا فهرست کې شامله ده.