رپورټ: د افغان امنیتي ځواکونو د تربيې پروګرام د غیریقیني حالاتو سره مخامخ شوی

په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو رېزلوټ سپورټ یا قاطع ماموریت ځواکونو په ۲۰۱۵ کې د بجټ (بودیجه)، شفافیت، احتساب، استخباراتو او د سټرېټیجېک برخو کې د مهارت زیاتولو دپاره د افغان امنیتي ځواکونو د تربيي پروګرام شروع کړو

په داسې حال کې افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د انخلا عمل سر ته په رسېدو کې درې میاشتې پاتې دي او د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټکان چارواکو نظر نورو ترجیحاتو ته اوړېدلی دی د افغان امنیتي ځواکونو د تربيي نړیوال کوښښونه د غېر یقیني حالاتو سره مخامخ شوي دي.

دا خبره د وي او ای د انګریزۍ څانګې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې د پېنټګان او نورو امریکايي مامورینو له قوله کړي ده.

بلخوا د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي که چېرې نړیوال ځواکونه د افغانستان نه په داسې حال کې ستانه شي چې د افغانانو خپل منځو کې د سولې تړون نه وي شوی نو د په قول په افغانستان کې به اېنارکي یا ګډوډي شروع شي.

د امریکې د دفاع پخوانی وزیر لیون پنېټا

عمران خان وویل "د امریکایانو د وتلو وروسته افغانستان دپاره سیاسي مفاهمت او ثبات ضروري دی چې د اتفاق حکومت قایم شي چې ملک په ګډوډۍ کۍ د لوېدو نه بچ کړي."

د عمران خان د خبرو نه یوه ورځ وړاندې امریکايي پوځ وویل چې افغانستان نه د انخلا د ۴۴ فیصد پورې کار سر ته رسول شوی دی.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم امریکايي مامورین وايي د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لړۍ دوام لري خو دا وخت توجه د تربيي د پروګرام نه اوړېدلې ده.

د پېنټګان ترجمان جان کربي د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ دا وخت د مالي مرستې او د جهازونو د مرمت دلارې دوام لري.

په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو رېزلوټ سپورټ یا قاطع ماموریت ځواکونو په ۲۰۱۵ کې د بجټ (بودیجه)، شفافیت، احتساب، استخباراتو او د سټرېټیجېک برخو کې د مهارت زیاتولو دپاره د افغان امنیتي ځواکونو د تربيي پروګرام شروع کړو.

تېره میاشت د امریکې د پوځ مشر جنرل مارک مېلي خبریالانو ته وویل په موجوده وخت کې د امریکايي ځواکونو کوښښ دا دی چې په افغانستان کې امریکايي سفارت خلاص وساتي، چې د افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي او د پېسو او مالي امداد دلارې د افغان امنیتي‌ ځواکونو ملاتړ جاري وساتل شي.

جنرل مېلي وویل دې خبرې ته هم کتنه کولی شي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تربيي عمل د افغانستان نه بهر جاري وساتل شي خو د هغه په قول لا په ۱۰۰ فیصد ډول د دې حل نه دی راویستل شوی. د وي او ای رپورټ وايي په داسې حال کې چې افغانستان نه د خارجي ځواکونو انخلا سر ته په رسېدو کې څو میاشتې پاتې دي پېنټګان سره وخت کم دی چې د افغان ځواکونو د تربيي دپاره کومه تګلاره په ځای کړي.

د امریکې دفاع پخواني وزیر لیون پنېټا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د واشنګټن د څېړنې یوې ادارې ته خپله وېنا کې د افغانستان امنیتي ځواکونو په تربیه ټینګار وکړو، هغه وویل امریکي ته پکار دي چې د افغان ځواکونو د تربيي او ورسره خپل تړون ته دوام ورکړي. د طالبانو د ورستي پرمختګونو په اړه پنېټا وویل که چېرې طالبانو افغانستان بېرته ونیولو نو دا به د امریکې دپاره لویه د پرېشانۍ خبره وي.

جنرل مارک مېلي

خو جنرل مېلي ویلي دا پېش ګوي دې ونکړی شي طالبان به بریالي شي او کابل به سقوط وکړي. د وي او ای رپورټ وايي ماهرین د افغان ځواکونو د ملک د بهر د تربيي په اړه بېلا بېل نظرونه لري.

د نیو امریکن سکیورټي ادارې جېسن ډېمپسي وايي فکر نه کوي چې د ملک نه بهر د افغان ځواکونو د وړو وړو تربیه به موثره وي. خو برېډلي بومېن چې په افغانستان کې یې خدمات ترسره کړي او دا وخت فاونډېشن فار ډیفېنس اف ډېموکرېسیز نومې د څېړنې ادارې سره کار کوي وايي پکار ده چې امریکا او اتحادي ملکونه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکې د فاع وزارت افغانستان سره د پوځي مرستې دپاره درې اشاریه درې بېلین (ارب) ډالر غوښتې چې د تېر کال په مقال کې ۳۰۰ مېلین ډالر زیاتې پېسې دي.

د وي او ای رپورټ وايي که چېرې کانګرس افغانستان سره د پوځي مرستې دغه درې اشاره درې بېلین ډالر امداد منظور کړو نو په دې کې به د افغان امنیتي ځواکونو د تربيي ضرورته هم شامل وي.

د وي او ای رپورټ وايي د کال ۲۰۲۲ دپاره خپل مجوزه دفاعي بجټ کې صدر بایډن د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې دپاره ۳۰۰ مېلین ډالر اضافي پېسې غوښتي دي.