د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د خپل حکومت لومړی بجټ (بودېج) پېش کړو چې پکې صحت د خېرښېګرې، تعلیم، کورونو او د چاپیریال د تحفظ دپاره پېسو کې اضافه شوي ده.
د وي او ای رپورټ وايي د بایډن حکومت د کال ۲۰۲۲ دپاره د پېسو ترجیحات په داسې حال کې وړاندې کړي چې شپږ میاشتې پس د حکومت دپاره ټاکل شوی د پېسو حد سر ته رسېدونکی دی او کانګرس د اینده مالي کال دپاره د بجټ په خپله تلاره غور کوي.
په نوي بجټ د فاعيي اخراجاتو دپاره په پېسو کې یو اشاره پنځه فیصد اضافه تجویز شوي ده چې مجموعي مالیت به یې ۷۵۳ ارب ډالر وي. د دې په مقابل کې د غېر دفاعيي اخراجاتو دپاره ۷۶۹ ارب ډالر ټاکل شوي دي.
که د حکومت موجوده مصرف ته وکتل شي نو په نوي بجټ کې د غېر دفاعيي اخراجاتو کې ۱۶ فیصد زیاتوالی شوی دی.
په نوي بجټ کې د تعلیم څانګې دپاره پېسو کې څلوېښت اشاره اته فیصد او د صحت او انساني خدماتو څانګې دپاره پېسو کې درویشت اشاریه یو فیصد زیاتوالی تجویز شوی دی.
په نوي بجټ کې حکومت د کېنسر (سرطان) او شوګر (شکرې) په مرضونو د تحقیق دپاره د نوي اداې د قایمولو دپاره شپږ اشاریه پنځه ارب ډالر او د موسمي بدلون په اړه دحکومتي ادارو دپاره یې ۱۴ ارب ډالر غوښتي دي.
د کورونو او شهري ترقۍ دپاره پېسو کې ۱۵ اشاریه یو فیصد اضافه تجویز شوي ده.
د شهري حقونو د نافذ کېدو او د وسلې دلارې تشدد د مخنیوي دپاره هم حکومت د وړاندې نه زیاتې پېسې غوښتي دي.
د بجټ په تجویزونو د وي او ای څېړنه وايي چې دا د صدر بایډن هغو لوظونو سره سمون خوري چې هغه د صدارتي انتخاب دپاره خپل کېمپېن کې کړي دي، لکه تعلیم، روزګار او صحت دپاره پېسې زیاتول.
د وي او ای رپورټ وايي د صدر بایډن د بجټ تجویزونه به د ګس (چپ) لاس سیاسي سوچ لرونکي خلک خوشحاله کړي ځکه چې پکې د هغو حکومتي ادارو دپاره زیات مالي وسایل ټاکل شوي چې د هغه د پېش رو پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې پکې کمی شوی و. خو د دې برعکس او واک دېموکرېټک او د حزب اختلاف ریپبلېکن ګوند غړي به په دفاعي بجټ کې په کمي یو شان خفه وي.