چک هیگل طالبانو سره د قیدیانو د تبادلې دفاع کړې ده

د خالي په ورځ صدربراک اوباما د برگډال مور او پلار سره وائټ هاوس یا سپېنه ماڼۍ کې ولیدل. هغه وویل امریکې خپل پوځي نه دی هیر کړی او امریکا خپل عسکر ښځې او سړې ورسته نه پریښدي

د خالي په ورځ صدربراک اوباما د برگډال مور او پلار سره وائټ هاوس یا سپېنه ماڼۍ کې ولیدل. هغه وویل امریکې خپل پوځي نه دی هیر کړی او امریکا خپل عسکر ښځې او سړې ورسته نه پریښدي

د امریکې د دفاع وزیر چگ هیگل افغانستان کې د یو امریکائي عسکر د ازادولو لپاره طالبانو سره د قیدیانو د تبادلې دفاع کړې ده، که څه هم کانگرس د وړاندې نه په دې هکله نه وو خبر کړی شوی.
چک هیگل وویل د پوځي چې نوم يي بوو برگډال دی، ژوند يي په خطر کې وو نو په دې خاطر صدر براک اوباما د کانگرس غړو ته د قانون ترمخه د قیدیانو ازادولو لپاره د ٣٠ ورځې وړاندې اطلاع نه وه وکړې.
د بوو برگډال د ازادۍ په بدل کې امریکې د گوانټانامو، کیوبا، زندان نه د طالبانو پنځه مشران ازاد کړې او قطر ته سپارلې دي. قطري چارواکې وايي طالب مشران به تر یو کال پورې په قطر کې وي.
واشنگټن کې د کانگرس ځېنې غړو د بوو برگډال د ازادۍ هرکلی کړی خو د قیدیانو د تبادلې شرائط يي غندلې دي.
د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ د کانگرس غړي مائیک راجرز ویلې د قیدیانو تبادله د امرېکې په پالیسۍ کې بنیادي تبدیلې ده چې ترهگرو ته به د امریکایانو د نیولو حوصله ورکوي.
بلخوا، بوو برگډال د اتوار په ورځ د طبي معائنې لپاره جرمنې کې د امریکائې پوځ یوې شفاخانې ته منتقل کړی شو. هغه به د طالبانو په بند کې د هغه د ورځو شپو په هکله هم اتبدائې تفتیش کولی شي. د هغه د نیول کیدو حالات تر ډیره حده پورې په تیاره کې پراته دي.
د خالي په ورځ صدربراک اوباما د برگډال مور او پلار سره وائټ هاوس یا سپېنه ماڼۍ کې ولیدل. هغه وویل امریکې خپل پوځي نه دی هیر کړی او امریکا خپل عسکر ښځې او سړې ورسته نه پریښدي.
برگډال د ازادولو لپاره طالبانو سره د قیدیانو د تبادلې په هکله چک هیگل وویل ددې اقدام په نتیجه کې طالبانو سره تعلقاتو کې بهتري پیدا کیدی شي. هغه دا خبرې باگرام کې د غیر اعلان شوي دورې په مهال کولې.
٢٨ کلن بوو برگډال د امریکې غربي ریاست ائيډاهو باشنده دی. د جون د میاشت په ٢٨ مه نیټه د هغه په کلې کې یوه دستوره کیدونکې وه چې عنوان يي وو "برنگ بوو بیک" یعنې بوو بیرته راولۍ. خو چې منتظمینو د هغه د ازادیدو واوریدل نو د ستورې نوم يي "بوو از بیک" ته بدل کړو چې مطلب يي دی بوو بیرته راغلو. دستوره به اوس د هغه کور ته د راتلو په خوشحالۍ کې نمانځلی شي