امریکې د هند د بې ثباته کولو په اړه د بي جی پي تورونه د مایوسۍ وړ بللي

نوی ډیلي کې د امریکا سفارتخانې په هند کې د واکمن ګوند بهارتیه جنتا پارټي (بی جې پي) هغه تورونه ناسم او د مایوسۍ وړ بللي دي چې ګواکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وزیر اعظم نریندرا مودي خلاف د رسنیو راپورونو کې لاسوهنه کړې ده.

په هند کې د امریکا سفارتخانې نه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دوی یوازې د خبریالانو د مهارتونو د لوړولو له لارې د آزادو مطبوعاتو ملاتړ کوي او د ازادې میډیا د تنظیمونو په ادارتي پرېکړو نه اثر انداز کیږي.

د هند د وزیراعظم نریندر مودي ګوند بهارتیه جنتا پارتۍ د دسمبر په ۵مه په سوشل میډیا د خپلو رسمي اکاونټونو له لارې په یو شمیر پوسټو کې تور لګولی ؤ چې د امریکا د بهرنیو چارو محکمه اؤ د ملک د "ډيپ اسټيټ"عناصر د تحقیقاتي صحافیانو د یوې ډلې اؤ د حکومت مخالفه ګوندونو د مشر راهول ګاندي سره په شریکه د هند د بې ثباته کولو هڅې کوي.

د "ډيپ سټيټ" اصطلاح د کوم ریاست دننه د موجودو طاقتورو ادارو لپاره کارول کیږي.

بهارتیه جنتا پارټۍ د زیارت په ورځ د یو فرانسیسي میډیا رپورټ حواله ورکړې وه چې پکې ویل شوي وؤ، د نړیوالې پرمختیا امریکایي ایجنسۍ (یو ایس ایډ) اؤ د سوروس په څېر نورو "ډيپ اسټيټ شخصیاتو" ’او سي سي ار پي‘ ته مالي کومک ورکړی ؤ.

رایټرز خبري شبکې پخپل رپورټ کې د هند د واکمن سیاسي ګوند دا تور حیرانونکی بللی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې نوي ډيلي اؤ واشنګټن د تېرو دوؤ لسیزو په مهال خپلو کې مضبوط تعلقات جوړ کړي دي اؤ دواړو هیوادونو د ځېنو اختلافونو اؤ ستونزو باوجود د اړیکو د لا پیاوړي کولو عزم څرګند کړی دی.

د هند واکمن ګوند د زیارت په ورځ ویلي وؤ چې د راهول ګاندهي ګانګریس ګوند د تحقیقاتي صحافیانو د شبکې یا نیټ ورک"آرګنایزډ کرایم اینډ کرپشن رپورٹنګ پروجیکټ" د هغو مضامینو څخه استفاده کړې چې په کاروباري اډاني ګروپ اؤ د هغې وزیراعظم مودي سره په مبینه قربت مرکوز دي تر څو حکومت کمزوری کړل شي.

د هند د کاروباري ګروپ په مشر ګوتم اډاني اؤ اوو نورو کسانو باندې تېره میاشت امریکا کې هندي مامورینو ته د 250 ميلينه ډالرو د بډو رشوتونو ورکولو او د امریکايي پانګه والو څخه د سکيم پټولو په تور فرد جرم لګول شوی ؤ.

اډاني ګروپ دا تورونه بې بنیاده بللي دي.

د صحافیانو د نیټ ورکو او سي سي ار پي په مضامینو کې تور لګول شوی چې هند کې د ریاست سرپرستي لرونکي هیکران د حکومتي ناقدینو په نښه کولو لپاره د اسرایل لخوا جوړ شوی "پيګاسس اسپایي وییر" استعمالوي.

حکومت د وړاندې څخه دا دواړه تورونه رد کړي دي.

تر دې وړاندې بي جی پي په راهول ګاندي اؤ امریکا د 92 کلن ارب پټي کاروباري اؤ شتمن شخصیت ارج سوروس تور لګولی ؤ چې مودي په هدف کوي.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس یو پوسټ کې بي جی پي لیکلي دي چې د ډيپ اسټيټ واضحه مقصد وزیراعظم په نښه کول اؤ هند بې ثباته کول دي.

ګوند تور لګولی چې ددې ایجنډې تر شا د امریکا د خارجه محکمې لاس دی اؤ سي سي ار پي د ډيپ اسټيټ د ایجنډې سرته رسولو لپاره د میډیا یوه اله ده.

د بي جی بي قامي ویاند اؤ قانون ساز سمبت پات ه د زیارت په ورځ د ګوند له لوري لګول شوي دا تورونه د یو سرکاري میډیا بریفنګ په مهال تکرار کړي اؤ د یو فرانسیسي تحقیقاتي میډیا ګروپ په حواله یې دعوه کړې ده چې او سي سي ار پي ته نیمایي پنګې نیغ په نیغه د امریکې خارجه محکمه ورکوي خو هغه په دې لړ کې هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی.

د بهارتیه جنتا ګوند تورونو ته غبرګون:

د امریکې خارجه محکمې، یو ایس ایډ ، سوروس اؤ ګانګریس ګوند لا په سمدستي توګه د بهارتیه جنتا ګوند لخوا په لګول شوؤ تورونو د تبصرې خواستونو ته څه ځواب نه دی ویلی.

د خبریالانو شبکې او سي سي ار پي په یو بیان کې ویلي چې هغه یوه ازاده میډیایي رسنۍ ده اؤ د هیڅ سیاسي ګوند سره تړاؤ نه لري.

یادې شبکې ویلي د امریکې حکومت که ورته هر څو یو څه پنګې ورکوي خو وایي هغه یې په ادارتي عمل کې هیڅ مداخله نه کوي اؤ نه یې په رپورټنګ څه کنټرول لري