امریکا او کېنېډا به په عارضي توګه خپل شریک سرحد وتړي

صدر ټرمپ او د کېنېډې وزیراعظم جسټن تروډو

د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي په غرض امریکا او کېنډا خپله شریکه پوله په موقتي توګه د غيرضروري تګ راتګ دپاره به بندولو راضي شوي دي. دا خبره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړهږ

ایسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې وویل صدر ټرمپ کېنېډې سره د پولې بندیدل به د دواړو ملکونو په تجارت کوم اثر ونکړي.

ای پي وايي کېنېډا د خپل ۷۵ تجارت اړتیا په امریکا کوي.

صدر ټرمپ د ټوېټر دلارې وویل چې د غیر ضروري حرکت دپاره ې ې سرحد په عارضي ډول د بندولو فیصله کېنېډې او امریکې په متفقه توګه کړې ده.
د پولې بندیدو اثر به د ټرکونو په تګ راتګ نه وي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي که چیرې امریکا او کېنېډا په مکمله توګه شریک سرحد وتړي نو دواړه ملکونه به د اقتصادي نقصان سره مخامخ شي ځکه چې دواړه ګاونډي ملکونه په اقتصادي کچه هم د یو بل سره تړل شوي دي.

د کېنېډې د خوراک زیاته برخه د امریکې نه تیریږي او د هېواد د تېلو ۹۸ فیصد صادرات امریکې ته ځي.

د امریکې د صادراتو ۱۸ برخه کېنېډې ته کولی شي.

د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټروډو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل غواړي چې د امریکایانو نه علاوه د هرچا دپاره د خپل هېواد سرحد بند کړي. هغه وویل د دواړو ملکونو اقتصادي تړون ته په کتنه نشي کېدلی چې د امریکایانو دپاره هم کېنېډا خپل سرحد بند کړي.

ای پي وايي خوا او شا ۲۰۰۰۰۰ خلک هره ورځ د امریکې او کېنېډې په پوله تېریږي راتېریږي.