د امریکا او چین دفاع وزیرانو ملاقات، د تایوان او  فلپاین ترڅنګ په یو شمیر لانجمنو موضوعاتو غږېدلي

د امریکې د دفاع وزیر لویډ اسټن د جمعې په ورځ په سینګاپور کې د کلني شېنګريله ډایلاګ په ترڅ کې د خپل چینايي سیال ایډمرل ډانګ جن سره په لومړي ځل مخامخ لیدلي دي.

امریکايي چارواکي‌ وايي د دفاع د وزیر لویډ اسټن د خپل چینايي سیال سره د تایوان په تنګي کې په زیاتیدونکې شخړه، د چین په سویلي سمندر کې د چین او فلپاین تر منځ د روانې جګړې ترڅنګ په اوکراین او په منخنۍ اېشیا کې د روسي تاوتریخوالي غوندې په لویو نړیوالو شخړو خبرې اترې وکړې.

د امریکا دریځ

د پېنټاګان د مطبوعاتو نایب سکترې سبرینا سېنګ ویلي د خبرو مقصد د دواړو هېوادونو ترمنځه د قابو نه د وتلي تاوتریخوالي مخه نیول دي:

“یقیناً خبرې فرق پرېباسي – د دفاعي مشرانو ترمنځ داسې رابطې د لویې کچې لارې پرانیزي چې وکړي په حقیقت کې د غلط حساب کتاب نه ځان وساتي “.

د تایوان مسله

۷۵ منټه روانې دا خبرې یوه اوونۍ وروسته له دې شوي چې چین د تایوان چاپیره په داسې حال کې د سزا په نوم دوه ورځني پوځي مشقونه کړي چې د جزیرې نوي منتخب مشر تازه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړی وو – لویډ اسټن په خپل چینايي سیال زور راوړی د تایوان د جمهوري عمل نه دې ګټې پورته کوي.

د تایوان په شخړه امریکايي څیړونکی

د څیړنو ادارې فاونډېشن فار ډېفېس اف ډیموکرېسیز سره کارکوونکي یو کارپوه برېډلي براون د چین د قامي نخښې نوم په اخستو سره وايي ډرېګن یعنې چین له خپلو ګاونډیانو لکۍ تاوهل پېلوي او د اوور هواګانې پرې ورپرېږدي او امریکا په ګډه د اتحادیانو سره کار کولو ته اړتیا لري:

“چین ژمنه ښودلی که ضروري وګڼي نو په زوره به تایوان په خپل قابو کې راولي خو امریکا د روان جغرافیايي حالت مرسته کوي – بیجنګ په اېشیا پېسفېک سیمه کې د واشنګټن په ژورو دفاعي اړیکو خفه دی ، په خاصا توګه د فلپاین سره ، چرته چې امریکا د خپلو اتحادیانو د دفاع مضبوطولو هڅو لپاره اضافي پوځي مرکزونو ته لاس رسي کړې ده –“

د تایوان په اړه د چین نظر

د چین دفاع وزارت ویاند ووکیان د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ترمنځه د ملاقات وروسته یو خبري کانفرنس په وخت د وایس اف امریکا په شمول نورو نړیوالو رسنیو ته ویلي د تایوان پوښتنه بیخي د چین کورنۍ معامله ده او بهرني قوتونه په دې کې د لاسو وهنې هیڅ حق نه لري.

“امریکې د کړو ژمنو خلاف ورزي کړې ده او واشنګټن د تایوان بیلتون خوښو طاقتونو ته غلطې اشارې ورلېږلي دي “.

د فلپاین شخړه

بیجنګ د چینايي سمندر ټوله سویلي برخه په ناقانونه ډول د خپلې علاقې جوړولو دعوه کوي او په چینايي کنټرول کې یې د راوستلو لپاره مصنوعي جزیره کې پوځي اثاثې په ځای کړې دي.

لویډ اسټن دریځ خپل کړو چې نړیوال قانون ورته په خاصه توګه د چین په سویلي سمندر کې د لوړ هوايي الوت او د حد د احترام سره د سمندري جازونو د نقل و حرکت اجازه ورکوي-

د فلپاین په حد کې د امریکا دفاعي نقل و حرکت باندې چین اندېښنې لري خو د امریکې د دفاع وزیر لویډ اسټن د خبرو په وخت ډانګ جن ته وویل چې کوم ځای کې ورته نړیوال قانون په خوندي ډول د ذمه وارۍ سره د جازونو د الوت او سمندري بیړیوساتلو او نورو کارونو اجازت ورکوي نه دوام به ورکړي.

د چین دفاع وزارت ویاند وايي فلپاین سره د برابری په بنیاد په اختلافاتو مشاورت ته تیار دي خو وايي پرله پسې پارونې ته برداشت یو حد لري.

خو د چین د دفاع وزارت ویاند وو وايي چې ډونګ د ملاقات په وخت د امریکا دفاع وزیر ته وویل چې بهرني قوتونو د چین فلپاین په سویلي سمندر کې د بهرنیو قوتونو د مرستې وروسته کړې خپلې وعدې ماتې کړي او په لانجمن دویم تامس شاول کې یې پارونو ته دوام ورکړی، دغه سیمه باندې بیجنګ او منیلا دواړه ملکیتي دعوې لري.

د چین دفاع وزیر خبرداری کړی چې د واشنګټن لخوا د پوځي پوځي مشقونو په پلمه په فلپاین کې د میانه فاصلې میزایلي نظام په نصب کول علاقايي سلامتیا ته خطر بولي. ډونګ په دې اقدام نیوکې کړي دي.

د دفاع وزیرانو ملاقات او نور نړیوال موضوعات

امریکا ، جاپان او سویلي کوریا وايي شمالي کوریا د روس او چین سره د همکارۍ زیاتولو په خاطر د تیر زیارت پنجشنبې په ورځ په سمندر کې د بېلېسټک میزایل ازماینه کړې ده –

د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په د اوکراین ترڅنګ د مېځني ختیز په موضوعاتو هم خبرې اترې کړي دي - د امریکې دفاع وزیر د اوکراین او مېنځني ختیز په جنګونو کې د روس او شمالي کوریا د وسلو په اړه اندېښنې وښودلې او د چین دفاع وزیر وویل چین د اوکراین په جنګ کې د و سلو نه لېږلو ژمنه تکراروي او د شخړې په منصفانه او بې طرفه دریځ یې ټینګار وکړلو .

د څیړونکي بریډلی براون نظر

څیړونکي وايي چین د خپلو اهدافو لپاره په سیمه کې د اتحادیانو سره د امریکايي همکارۍ نه زدکړه کوي د فاونډېشن فار ډېفېس اف ډیموکرېسیز څیړونکی برېډلی براون وايي.

“مونږه په حقیقت کې وینو چې برید ګرو رایو ځایې کېدل پېل کړي دي – مونږه د چین ، روس ، ایران او شمالي کوریا ترمنځه همکاري او رابطه کاري په زیاتیدو وینو –“

د امریکې د دفاع وزارت استخباراتي ادارې دا اوونۍ هغه رپورټ تاید کړې چې روس د اوکراین په ضد خپله جګړه کې د شمالي کوریا بېلېسټک میزایل کارولي دي.

د چین د دفاع وزارت ویاند ویلي د خبرو نه کولو نه خبرې کول بهترې بلو او چین ګڼي دداسې ملاقاتونو په نتیجه کې پوځي اړیکې مستحکمه کېدی شي.