امریکې او چین د ساینس او ټېکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ معاهده ترمیم کړه او پینځه کاله يې وغځوله

امریکايي چارواکو وویل ترمیم شوي معاهده د دواړو ملکونو نمایندګانو په بيجېنګ کې دستخط کړه او د اګست د ۲۷ نېټې څخه پې عمل شروع شوی دی

امریکې او چین د جمعې په ورځ د دواړو ملکونو ترمنځ د حکومتونو په کچه د ساینس او ټېکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ معاهده ترمیم کړه او د پینځو کلونو دپاره يې وغځوله. دا اعلان سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت وکړو.

د ساینس او ټېکنالوجي معاهده، اېس ټي ای، په کال ۱۹۷۹ کې د هغه وخت د امریکې صدر جېمي کارټر او د چین صدر ډېنګ زیاوپېنګ دستخط کړې وه چې د دواړو ملکونو ترمنځ د زراعت، توانای، خلا، صحت، ماحول یا د چاپېریال، د ځمکني علومو او د تعلیم په شان برخو کې په همکارۍ او د پوهانو په تبادله کې مرسته وکړي.

امریکايي چارواکو وویل ترمیم شوي معاهده د دواړو ملکونو نمایندګانو په بيجېنګ کې دستخط کړه او د اګست د ۲۷ نېټې څخه پې عمل شروع شوی دی.

د امریکايي چارواکوپه وېنا په معاهده کې د ترمیم دلارې حساسه او هغه ټېکنالوجي نه ده شامله کړې شوي چې اېمرجېنګ یا راپورته کېدونکي ټېکنالوجي بلل کېږي.

د سټېټ ډپارټمنټ یو لوړ رتبه چارواکي خبریالانو ته وویل په نوي معاهده کې شفافیت، ازادي او دوه اړخیز لېن دېن یقیني کولو دپاره شرایط شامل کړی شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د چین د خارجه وزارت ترجمانې د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې خبریالانو ته ویلي وو د امریکې او د چین ترمنځ د ساینس او د ټېکنالوجۍ تبادله او همکاري د دواړو ملکونو دپاره ګټه وره او بریا ده.

د ساینس او ټېکنالوجۍ په برخه کې د چین او د امریکې په همکارۍ تنقید هم شوی دی. ناقدین وايي د دې همکارۍ دلارې د چین په عسکري صلاحیتونو کې اضافه کېدلی شي.

په کال ۱۹۷۹ کې د شروع کېدو راهسې امریکا او چین اېس ټي ای معاهده هر پينځه کال پس نوي کوي.

په ترمیم شوي معاهده کې د موسم، سمندرونو د مطالعي یا اوشناګرفي او د ځمکې د مطالعې یا د جیالجي په څانګو کې بنیادي تحقیق ته زیاته توجه ورکړی شوې ده.

د سټېټ ډپارټمنټ ترمخه دا معاهده د سونامي په اړه د خبرداري، د اېفلواېنزا یا د نزلې په اړه معلوماتو په ترلاسه کولو، د هوا د مېعار د څارنې، زراعت او د ماشو مچانو په مخنیوي کې د امريکې د ساینسي ادارو مرسته کوي.

چین سره د ساینس او ټېکنالوجۍ په برخه کې همکارۍ د امریکې د قومي سلامتیا په اړه د ځینو امریکایانو تشویش هم راپارولی دی.

د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر مارکو روبيو چې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د خارجه وزارت دپاره نامزد کړی، چین سره په دې مد کې همکارۍ مخالف دی، د ساینس په برخه کې د امریکې د تحقیق د تحفظ دپاره د سختو ګامونو غوښتنه کوي او د سږ کال په شروع کې يې د یو قانون مسوده وړاندې کړې وه چې چین سره د ساینسي تحقیق په برخه کې خطرات رابرسیره کړي.