ترهگرۍ خلاف جنگ کې د امریکې استخباراتي ادارې، سي ايي ای، د نیول شوو مشکوک ترهگرو د تفتیش په لړ کې اذیتناکې خو غیر موثره طریقې استعمال کړې دي. دا څرگندونې د امریکې د سنیټ د استخباراتي چارو کمیټۍ په یو رپورټ کړې دي.
د نهې یا سه شنبې په ورځ سنیټ کې جاري شوی رپورټ وايي سي ايي ای د ترهگرۍ په شک کې نیول شوو قیدیانو نه یواځې بدسلوکې کړې وه بلکه د تفتیش د انتهائي سختو طریقو په هکله يي کانگرس او د امریکې ولس ته غلط بیاني کړې ده.
رپورټ وايي د سي ايي ای د تفتیش اذیتناکې طریقې غیر موثره وي، يعنې ددغه طریقو په نتیجه کې تفتیش کونکو څه اهم معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د سي ايي اي د تفتیش د کومو طریقو چې د سنیټ په رپورټ کې ذکر شوی په هغو کې قیدیان ویښ ساتل، په تنگو تروشو کوټو کې بندول او واټر بورډنگ شامل دي چې پکې قیدي ته اوبو کې د ډوبیدو احساس ورکړی کیږي.
د سنیټ د استخباراتي چارو د کمیټۍ مشره سنیټره ډایان فائنسټائن وايي د سي ايي ای ددغه طریقو استعمال د امریکې د اقدارو نفي کړې ده.
میرمن فائنسټائن زیاته کړه که په هره طریقه يي وضاحت وشي، خو په ساده ټکو کې دا ویل کیدی شي چې سي ايي ای په نیول شوو کسانو تشدد کړی دی. "یوه لسیزه مخکې چې سي ايي ای کوم کار کړی دی، دا زمونږ په اقدارو او زمونږ د هیواد په تاریخ یو داغ دی،" فائنسټائن وویل.
کال ٢٠٠٩ کې د صدارت چوکۍ په سنبالولو صدر براک اوباما د سي ايي ای د تفتیش سختو طریقو پابندي ولگوله. سي ايي ای ته ددغه طریقه کار اختیارولو اختیار د پخواني صدر جارج بش په حکومت کې د کال ٢٠٠١ حملو په ترڅ کې ورکړی شوی وو. دغه حملو کې شا او خوا ٣٠٠٠ کسان ووژل شو.
سنیټ د رپورټ شائع کیدو ورسته د سي ايي مشر جان برینن دا خبره تسلیم کړه چې ١٠ کاله وړاندې د ترهگرۍ په شک کې د نیول شوو کسانو د تفتیش دپاره سي ايي ای د هغه معیار طریقې نه دي استعمال کړې چې ادارې د ځان دپاره ټاکلې وې.
جان برینن زیاته کړه سي ايي ای د غلطیو نه ذدکړه کړې ده. هغه د سنیټ رپورټ ددې څرگندونې سره اتفاق نه دی کړی چې گنې د تفتیش سختې طریقې غیر موثره وې. هغه وویل ددې برعکس د نیول شوو کسانو نه داسې معلومات ترلاسه شوې دي په نتیجه کې يي د ترهگرۍ منصوبې شنډې کړی شوې دي، ترهگر نیول شوي دي او د خلکو ژوندونه محفوظ کړی شوي دي.