پنټاګان وايي، د امریکا پوځ د نهې یا سه شنبې په ورځ د سوریې په ختیځ کې د «خپل ځان د دفاع» په موخه یو برید ترسره کړی، چې د وسلو څو سیسټمونه یې تباه کړي دي.
امریکا د دفاع وزرات یا پنټاګان وایي امریکایي ځواکونو د سوریې/شام په ختیځ کې څو راکټ لانچرونه چې په لارۍ ډوله موټر کې نصب شوي و، ویشتي او له منځه یي وړي دي.
د پنټاګان ویاند مېجر جنرال پاټ رایډر خبري کنفرانس کې وویل چې امریکایي ځواکونه دا وسلې ځکه په نښه کړلې او له منځه یې یوړلي چې په سیمې کې میشتو د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ته ترې "ښکاره او ژر پیښیدونکی"خطر موجود وه.
جنرال رایډر خبریالانو سره په خبرو کې دا هم وویل چې لا معلومه نده د دې وسلو څخه چا کار اخیستو خو تر څنګ یې دا هم وویل چې پدې سیمې کې د ایران له ملاتړ برمخمنې ملیشې شته دي چې تر دې وړاندې یې په سوریه کې په ائتلافي ځواکونو بریدونه کړیدي.
امریکا په سوریې کې نږدې ۹۰۰ سرتیري لري. سره لدې چې دا سرتيري د نورو نړیوالو ائتلافي او کردي ځواکونه سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف مبارزه کوي خو وخت ناوخته پرې ایراني پلوې ملیشې بریدونه کوي.
امریکا په عراق کې هم ۲۵۰۰ سرتیري لري چې ددې هیواد په اجازې هلته پراته دي خو په سوریه کې بیا امریکایي ځواکونه د سوریې د حکومت سره اړیکې نلري.
په عراق او سوریه کې هغه ملیشې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، وخت ناوخته د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو باندې بریدونه کوي او دا بریدونه په ځانګړې توګه په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پیل کیدو راهیسې ډیر شویدي.
د بشارالاسد د ستونزو په زیاتیدو سره، د امریکا په ملاتړ، د کردانو په مشرۍ ایتلاف جنګیالیو په شمال ختیځ کې د حکومتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې، دواړو خواوو وویل، د سپلایي مهمې لارې بادندې به یو نوې محاذ کهولاو شي.
د امریکا پوځ د همدې تیرې نومبر میاشتې په ۱۱ مې هم په سوریې کې د ایراني پلوو ملیشو پورې اړوندو نهو اهدافو باندې هوایي بمبارۍ کړې وې.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه یې په سوریه کې په میشتو امریکایي ځواکونو باندې د ایران له ملاتړ برمخنو ملیشو لخوا د بریدونو په غبرګون کې کړیدي.
سنټکام ویلي چې دا هوایي بریدونه به ایراني پلوې ملیشې کمزورې کړي او هغوي وبه نشي کړي چې په آینده کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو باندې د برید کولو پلان جوړ کړي او یا بریدونه وکړي.
همدې ډلې په عراق او سوریې کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو د اکثریت هغو بریدونو د کولو ادعا کړې چې د تیر کال اکټوبر میاشتې څخه نیولې د روان میلادي کال د فبروري تر میاشتې پورې شویدي.
د سوریې یاغیانو چې د حکومتي ځواکونو پر ضد پرمختګ کوي د نهې یا سه شنبې په ورځ د حما لوی ښار ته نږدې شو، یاغیانو او د جګړې څارونکي وویل، تیره اونۍ د حلب/اليپو د ناڅاپه نیولو صدر بشارالاسد حکومت لړزولی دی.
یاغیانو او د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، یاغیانو د ښار شمال ته د مار شاهور په ګډون څو کلي نیولي دي. د سوریې حکومتي رسنیو ویلي، سیمې ته ځواکونه رسېدلي دي.
په حما باندې برید به په بشارال اسد فشار زیات کړي، چې روس او ایراني اتحادیان یې د بغاوت پر وړاندې د هغه د ملاتړ لپاره راوتلي دي. دغه ښار په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د حکومت په لاس کې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي عربي ژبې په مرکه کې ویلي، که دمشق غوښتنه وکړي، تهران به سوریې ته د ځواکونو په استولو غور وکړي بل اړخ ته د روس صدر ولادیمیر پیوټن په سوریه کې د «ترهګرۍ» پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د عراق وزیراعظم شیعه السوډاني وویل چې بغداد به په سوریه کې "یوازې تماشایي" نه وي او د یاغیانو د پرمختګ لپاره يې په سوریې باندې د اسرایلو نظامي بریدونه تورن کړه.