صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې وړ خلاف ورزنۍ کړې، دریو آئیني ماهرینو کانگرس ته وویل

د سپټمبر په میاشت کې صدر ټرمپ په نیویارک کې د ولادومیر زلنسکي سره ولیدل

دریو ایني ماهرینو د صدر ډانلډ ټرمپ د ممکنه مواخذې په اړه د کانگرس د اورونې په مهال وویل امریکايي صدر داسې ډول خلاف ورزۍ ترسره کړې دي د هغه مواخذه پرې کېدلی شي، یا هغه پرې د خپلې چوکۍ دپاره نااهله کېدلی شي.

د امریکې د کانگرس د ایوان نمایندگان یا هاوس اف رپېرېزېنټېټیوز د قانوني چارو کمېټۍ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د صدر ټرمپ د مواخذې په لړ کې د اورونې بل پړاو شروع کړو. په ایون کې د حزب اختلاف ډیموکرېټک گوند اکثریت دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ څلورو ائیني ماهرینو د کانگرس په اورونه کې د خپلو ریاو څرگندونه وکړه. دریو وویل صدر ټرمپ د مواخذې وړ خلاف ورزۍ کړې دي خو څلورم ائیني ماهر چې د صدر ټرمپ واک من ریپبلېکن پارټۍ راغوښتی و، ووېل د صدر د مواخذې دپاره ډیر ثبوتونه نشته.

دغه اورونې په داسې حال کې کیدونکي دي چې یوه ورځ وړاندې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د استخباراتي چارو کمیټۍ د ٣٠٠ پاڼو یو رپورټ شائع کړو چې پکې دا الزام لگول شوی چې صدر ټرمپ د یوکرېن نه غوښتنه کړې وه چې د کال ٢٠٢٠ د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې دې لاس وهنه وکړي او بیا صدر ټرمپ د دې خبرې په تحقیقانو کې د کانگرس د لارې نیولو کوښښونه کول.

د عدالتي چارو کمېټۍ ته د وړاندې کولو نه مخکې استخباراتي کمېټۍ دغه رپورټ د ١٣ په مقابل کې په نهو ووټونو منظور کړو. په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د حزب اختلاف ډېموکرېټ پارټۍ اکثریت دی چې د صدر ټرمپ د مواخدې کوښښونه کوي. د واک من ریپبلېکن پارټۍ غړي د مواخدې مخالفت کوي.

د استخباراتي چارو د کمېټۍ رپورټ وايي د خو او شا دریو میاشتو د مواخدې تحقیقات څرگندوي چې په شخصي توگه صدر ټرمپ په خپله او د خپلو نمایندگانو د لارې یې د یو خارجي حکومت، یوکرېن، نه غوښتل چې د امریکې په اینده انتخاباتو کې دې مداخلت وکړي او د هغه د بیا منختب کېدو کې دې مرسته وکړي.

رپورټ وايي "په داسې کولو صدر خپل شخصي او سیاسي مفادات د امریکې د قامي مفاداتو دپاسه کښېودل،" د امریکې د صدارتي انتخاباتو بهیر د کمزوري کولو کوښښ یې وکړو او د امریکې قامي مفادات یې د خطر سره مخامخ کړل.

د ډیموکرېټک پارټۍ د مواخذې د مقدمې ټوله توجه د سږ کال د جولای د ٢٥ نېټې هغه خبرې دې چې صدر ټرمپ په ټېلې فون د یوکرېن ځدر ولادومیر زلنسکي سره وکړې او ډانلډ ټرمپ پکې د ښاغلي زلنسکي نه وغوښتل چې "ما سره یوه نېکي" وکړه. صدر ټرمپ د یوکرېن صدر ته دا وړاندیز وکړو چې زلنسکي دې د برېزمې نومې د تېلو او گېسو کمپنۍ په اړه تحقیقات شروع کړي. په دغه کمپنۍ کې هنټر بایډن په لوې معاش کارکوي. هنټر بایډن د جو بایډن زوی دی او جو بایډن د ٢٠٢٠ په صدارتي انتخاباتو کې د ډیموکرېټک پارټۍ امیدوار او د صدر ټرمپ حریف دی. صدر ټرمپ ولادومیر زلنسکي ته دا تجویز هم ورکړو چې یوکرېن دې په دې اړه هم تحقیقات وکړي چې د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې روس نه یوکرېن مداخلت کړی و خو امریکايي تحقیقات څرگندوي په دغو انتخاباتو کې روس مداخلت کړی و، نه چي یوکرېن.

صدر ټرمپ د یوکرېن نه دغه غوښتنې په داسې حال کې کړې وې چې هغه یوکرېن ته د ۴٠٠ مېلین ډالرو امداد منجمد کړی و او د یوکرېن نوي منتخب شوي صدر یې ملاقات ځنډولی و.

د یوکرېن صدر سره په ټېلې فون د خبرو وروسته د امریکې د استخباراتو یو نامعلوم چارواکي دا شکایت وکړو چې صدر ټرمپ د یو خارجي هیواد نه د امریکې په انتخاباتو کې د مداخلت غوښتنه کړې ده. د دغه شکایت په بنیاد په ایوان نمایندگان کې د ډیموکرېټک پارټۍ غړو په رسمي ډول د صدر ټرمپ د مواخذې اعلان وکړو.