په داسې حال کې چې په هېوا کې د کرونا وایرس مرض خپریږي، د امریکې په دریو ریاستونو کې به د نهې، سه شنبې، په ورځ د ډېموکرېټک ګوند غړي د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاباتو د خپل امیدوار د منتخب کوولو دپاره ووټونه اچوي. د کرونا په سبب اوهایو ریاست ډېموکرېټک پرایمریز ځنډولي دي.
په صدارتي انتخاباتو کې د ډېموکرېټک پارټۍ ټیکټ خواهش مند او د ګوند پخوانی نایب صدر جو بایډن د خپل حریف سنټر برني سېډرز نه وړاندې دی. تر دا وخت جوبایډن د ۸۹۸ ډېموکرېټک غړو حمایت ترلاسه کړی دی او برني سېنډرز ې ۷۴۵ ډېموکریټس حمایت لري.
په عامو حالاتو کې په دریو یاستونو کې په یو ورځ پرایمریز کیدل اهمه خبره وي خو د کرونا وایرس له امله توجه د صدارتي کمپاین نه تر ډیره حده پورې لرې شوي ده.
که ډېموکرېټک ګوند څوک هم خپل صدارتي امیدوار منتخب کړي نو هغه به ډ سږ کال ډ نومبر په میاشت کې کېدونکو انتخاباتو کې د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي.
په فلورېډا ریاست کې به د ۲۱۹ استازو انتخاب کولی شي. دغه استازي به بیا د ډېموکرېټک پارتۍ صدارتي امیدوار په غوره کوولو کې رای اچوي. په فلورېډا کې د کرونا ۱۴۲ کیسونه
رپورټ شوي دي. د ریاست چارواکو ويلي د پرایمریز ووټونه به په محفوظ ماحول کې کولی شي.
د اوهایو ریاست نه به د ۱۳۶ استازو انتخاب کېدلو خو هلته ډېموکرېټک پرایمریز وځندول شو. په اوهایو ریاست کث ۵۰ د کرونا وایرس کېسونه رپورټ شوي دي.
په اوهایو کې د ډېموکرېټک ګوند پرایمریز د جون د میاشت پورې وځنډول شوي
په اېلينايي ریاست کې به ډیموکرېټک ګوند ۱۵۵ استازي منتخب کوي او په ریاست کې د ګوند مامورینو ویلي هلته پرایمریز د ټاکل شوي معمول سره سم کولی شي.