د امریکې د انصاف عدالت په تازه اسنادو کې ویل شوي، ایراني ایجنټانو د نومبر د پینځمې تر صدارتي ټاکنو څو اوونۍ مخکې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د وژلو هڅه کړې وه او وایي د دې کار د عملي کولو لپاره د ایران پر حکومت د تنقید کوونکو او نورو اعلی هدفونو خلاف نورو دسیسې پرېښوولو ته تیار وو.
د انصاف وزارت پر یو ایراني تن 51 کلن فرهاد شاکري باندې تور لګولی چې وایي هغه ته د ټرمپ د وژلو د "پلان چمتو کولو" دنده سپارل شوې وه. دا انکشاف خپله د شاکري او د ایف بي ای تر منځ په خبرو کې شوی دی.
د عدالتي اسنادو له مخې شاکري ایجنټانو ته ویلي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه چارواکي د ستمبر په نیمایي کې له ده وغوښتل چې په نیویارک کې د د ایران د حکومت مخالف خبریال د وژلو دسیسه پرېږدي او د دې پر ځای د ټرمپ د وژلو پلان را مخته کړي.
شاکري ویلي ایراني چارواکو ترې وغوښتل په اوو ورځو کې دې یو پلان تیار کړي، خو کله چې ده ورته وویل د ټرمپ په نخښه کول زیات لګښت غواړي، وایي د پاسداران انقلاب ځواک چارواکي ورته وویل، "موږ مخکې لا ډېرې پیسې لګولې دي. پیسې مسئله نه ده".
هغه ایف بي ای ته دا هم ویلي، ایراني چارواکي ورته وویل که په اوو ورځو کې د ټرمپ د وژلو پلان جوړ نه شي صدارتي ټاکنو ته به انتظار وکړي، ځکه چې وايي د هغوی په ګومان ټرمپ به ټاکنې وبایلي او بیا به یې په نخښه کول اسانه وي.
د نیویارک د منهاټن په فیډر عدالت کې د درج شوې دعوې له مخې د ایران د پاسدارانِ انقلاب ځواک یوه نامعلوم چارواکي په ستمبر کې د ایران د حکومت ایجنټ ته امر کړی وو چې د ټرمپ د څارنې او اخر د وژلو پلان جوړ کړي.
د امریکې اټارني جنرل یا لوی څارنوال میرک ګارلېنډ ویلي، په نړۍ کې د امریکې ملي امنیت ته خطرونه د ایران د شدیدو ګواښونو په نسبت لږ دي. ګارلېنډ ویلي:
"د انصاف وزارت د ایراني حکومت پر یوې اثاثې [ایجنټ] تور پورې کړی او هغه د مجرمانو یو نیټورک ته یې لارښوونه کړې وه چې د ایران د هدفونو خلاف د ډانالډ ټرمپ په ګډون د وژنې پلانونه ترسره کړي".
ګارلېنډ زیاته کړه، دوه نور کسان هم نیول شوي او وایي هغوی د دې نیټورک د یوې برخې په توګه د امریکې په خاوره کې پر ایران باندې د یو تنقید کوونکي امریکایي خبریال د غلي کولو او وژلو لپاره ګمارل شوي وو.
د امریکې د انصاف وزارت د جمعې په ورځ په دې اړه خپله یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې یې د ایران اوسېدونکی 51 کلن فرهاد شاکري او د نیویارک اوسېدونکي 49 کلن کارلایل ریویرا او 36 کلن جوناتن لوډیلټ په نیویارک کې د یوه ایراني نسله امریکايي په وژلو تورن کړي دي.
د اعلامیې له مخې په نیویارک کې میشت دوه کسان د پنجشنبې- زیارت په ورځ په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي او عدالت ته وړاندې شوي دي، خو وایي فرهاد شاکري لا نه دی نیول شوی او زیاتوي چې کېدای شي هغه په ایران کې وي.
د اټارني جنرل په وینا امریکا به د ایران هغه هڅې ونه زغمي چې د امریکې ملي امنیت او امریکايي وګړو ته خطر پېښ کړي.
د امریکې د انصاف وزارت په اعلامیه کې د پلټنو د مرکزي ادارې (ایف بي ای) مشر کریسټوفر رې ویلي، د جمعې په ورځ لګیدلي تورونه د ایراني حکومت "پرله پسې او بې شرمه" هڅې په ګوته کوي چې وایي د ډانلډ ټرمپ په ګډون د امریکې پر نورو مشرانو او په تهران باندې تنقید کوونکو امریکایي وګړو باندې حملې کوي:
"د [ایران] د اسلامي انقلاب ګارډ- چې يو بهرنی ترهګر تنظیم دی- د مجرمانو او قاتلانو په همکارۍ د امريکې په خاوره کې پر امريکايانو د بريد لپاره دسيسې جوړوي او دا ډول کار به ونه زغمل شي".
کریسټوفر رې زیاته کړه، ایف بي ای کلک عزم لري چې د ایران او له بل هر هغه دښمنه د امریکايي وګړو د ساتنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، چې پر امریکایانو د برید اراده لري.
د انصاف وزارت د بیان له مخې فرهاد شاکري د ایران د پاسدارانِ انقلاب ځواک یو ایجنټ دی چې وایي په تهران کې اوسیږي. وایي شاکري په ماشومتوب کې امریکا ته کډوال شوی وو، خو په 2008 کال کې د غلا په جرم له 14 کاله بند تېرولو وروسته له امریکې وشړل شو.
اعلامیه وایي شاکري په وروستیو میاشتو کې د خپلو هغو مجرمانو ملګرو له یوې شبکې څخه کار اخیستی چې هغه د امریکې په زندان کې ورسره لیدلي وو او هغوی یې هڅولي وو چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په لارښوونه په امریکا کې د هغوی پلانونه ترسره کړي.
د امریکې د انصاف وزارت په اګست میاشت کې هم ویلي وو، یو پاکستانی آصف مرچنټ د ایران له حکومت سره د اړیکو په بنیاد په دې تور نیول شوی چې د امریکې په خاوره کې یې د سیاسي مشرانو او چارواکو د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.