جنرل مېکېنزي: د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس به په افغانستان کې د ترهګرو خلاف عملیات ګران وي

د تېر کال په دې تصویر کې لیدل کېږي چې امریکايي او افغان ځواکونه د کندهار ولایت په ارزغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو سره جنګیږي. تصویر د رویټرز خبري ادارې دی

د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کیت فرېنک مېکېنزي د کانګرس یوې ډلې ته ویلي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته به امریکې دپاره ډیره ګرانه شي چې د ترهګرۍ د نویو یا زیاتېدونکو خطراتو د مخنیوي دپاره بېرته افغانستان ته ورتګ وکړي.

جنرل مېکېنزي د جنوبي اېشیا د ځینو برخو او د منځني ختیځ دپاره د امریکايي ځواکونو مشر دی، د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان د پوځې چارو کمېټۍ ته وویل نه غواړي چې په اینده کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د ممکنه مشکلاتو په اړه د خوشبنۍ خبره وکړي.

په موجوده وخت کې امریکا په افغانستان کې د ۲۵۰۰ نه تر د ۳۵۰۰ پورې عسکر لري او د امریکې صدر جوبایډن ویلي د سږ کال د می د میاشت په ځای به د امریکايي ځواکونه د سپټېمبر د ۱۱ نېټې پورې سنتیږي.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره د می د میاشت لومړۍ نېټه تېر کال د امریکې او د طالبانو په امن معاهده کې ټاکل شوي وه. طالبانو د صدر بایډن د امریکايي عسکرو د انخلا په اړه د صدر بایډن د اعلان مخالفت کړی دی.

جنرل مېکېنزي وویل په داسې حال کې چې امریکايي مامورین افغانستان نه د ستنېدو تیاری کوي په جنګ ځپلي هېواد کې په اینده کې د ترهګرۍ په ضد د امکاني عملیاتو په ضرورت هم غور کولی شي او د مسلې د هر اړخ څېړنه کېږي. "دا به انتهايي مشکل وي."

جنرل مېکېنزي وویل د دې میاشت تر اخېره پورې به په دې لړ کې د دفاع وزیر استڼ لوایډ ته تجویزونه ورکوي، چې د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس هم که چېرې ضرورت و نو امریکا په افغانستان کې د ترهکرو خلاف د خطراتو نه پاک عملیات کولی شي.

د دفاع وزارت چارواکې امېنډا ډوري د کانګرس غړو ته وویل په نورو لارو چارو هم کار دوام لري چې امریکا څه ډول د امنیت صورتحال ته په کتنه د ترهګرو په ضد فشار استعمالولی شي او په دې لړ کې یو شمېر امکاني حالاتو ته کتنه کېږي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د کره معلوماتو نشتوالي د واک من ډېموکرېټک پارټۍ او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړي پرېشانه کړي دي.

په افغانستان کې د حالاتو په اړه د امریکې ورستی استخباراتي رپورټ وايي د امریکايي او ایتلافي ځواکونو د نېشتوالي له امله به په افغانستان کې د امن امکانات کم وي او که چېرې افغان امنیتي ځواکونه د ماتي سره مخامخ کېږي نو د القاعده او داعش په شان وسله والو ډلو ته به د بیا قوي کېدو موقع په لاس ورکړي.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې د القاعده وسله والو شمېره یو څو سوه ته راکمه شوي ده خو دغه وسله وال د طالبانو سره ښه روابط لري او په ځینو موقعو خو د طالبانو د مشرانو په صفونو کې هم شامل دي.

په افغانستان کې د داعش څانګه داعش خراسان په نامه یادېږي او د وي او ای رپورټ وايي د استخباراتي چارواکو د اندازې ترمخه داعش خراسان په افغانستان کې د ۱۰۰۰ نه تر د ۲۵۰۰ پورې وسله وال لري چې د غربي ملکونو په ضد حملو ته تیار دي.

د وي او ای رپورټ وايي د سي ايي ای د مشر ترڅنګ نور مامورین دا تشویش څرګندوي چې په مېدان د موجودګۍ بغیر به د وسله والو تعقب ګران وي.

د سي ايي ای مشر بل برنز تېره هفته وویل چې په ځمکه د موجودګۍ بغیر به د خطراتو په اړه د معلوماتو راټولولو او په ضد یې د ګامونو اخیستلو د امریکې د حکومت صلاحیت به ډیر کم شي. "دا په ساده ډول یو حقیقت دی."

صدر بایډن تېره هفته وویل چې ترهګرو د بیا راپورته کېدو او امریکې ته د خطراتو د راولاړدېدو مخنیوي دپاره به امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ ضد صلاحیتونه او نور اثاثې بیان منظم کوي. هغه وویل حکومت يې نه یوازې د افغانستان نه بلکې د نورو ځایونونه د ترهګرۍ خطر په ضد او د څارنې قامي تګلاره نوره هم بهتره کړي.

د وي او ای رپورټ وايي نوي تګلاره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په مېدان د موجودګۍ امکان خارجوي.

د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان ترجمان جان کربي د ګل، دوشنبې، د وي او ای د دې پوښتنې په ځواب کې امریکا به په اینده کې د ممکنه خطر مخنیوی څنګه کوي؟ نو هغه وویل په موجوده وخت کې امریکا داسې څه اراده نه لري چې افغانستان ته بیا عسکر ولېږي. هغه وویل امریکا د ترهګرۍ په ضد د دنیا په هر قوي صلاحیتونه لري او "د ځمکې داسې برخه نېشته چې که وغواړوو نو وېشتلی یې نشوو."

خو د وي او ای رپورټ وايي ځینې څېړونکي د ترهګرۍ ضد د صلاحیتونو په اړه د داسې ډول خوشبېنه انذارو سره متفق نه دي.

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې فاونډېشن فار ډېفېنس اف ډېموکرېزیز څېړونکی بل روګیو د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د عسکرو په مېدان کې موجودګي ضروري ګڼي. هغه وویل وسله وال د وړاندې په افغانستان کې موجود دي او نور به قوي شي خو په مقابل کې به یې د امریکې صلاحیتونه کمزوري کېږي.

د وي او ای رپورټ وايي د نورو مشکلاتو تر څنګ په دې اړه هم غېر یقیني صورتحال موجود دی چې امریکا به د ضرورت په وخت د ترهګرو خلاف د استعمال دپاره خپل وسایل لکه ډرون جهازونه چېرته په ځای کوي؟

جنرل مېکېنزي په اړه د کانګرس د پوځي چارو کمېټۍ ته وویل "دا وخت مونږ دغه هیڅ قسم معاهدې نه دي په ځای کړي خو هغه زیاته کړه چې په دي لړ کې د ضروري اجازت نامو ترلاسه کولو دپاره په سیمه کې ملکونو سره په سفارتي کچه خبرې دوام لري. هغه وویل په سیمه کې ټولو ملکونو ته کتنه کولی شي او ممکنه ده چې ځینې ملکونه د افغانستان نه ډېر لرې هم وي.