د امریکې د کانګرس پخوانی مېټ ګېټس چې صدر منتخب په خپل اینده حکومت کې د انصاف وزارت دپاره نامزد کړی و په هغه ښځو او یوې کم عمره جینۍ ته د جنسي تعلق دپاره د پېسو ورکولو الزام لګول شوی دی.
د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو د اېوان د اخلاقیاتو کمېټۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي خپل رپورټ کې وویل ګېټس چې د کانګرس غړی نو په دغه مهال به يې په باقاعده ډول ښځو او یوې ۱۷ کلنې جينۍ ته د جنسي تعلق دپاره پېسې ورکولې او غېرقانوني نشۍ توکي به يې اخیستل.
د ۳۷ صفحو رپورټ چې د ريپبلېکن او د ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو یوې ډلې په شریکه تیار کړی دی په تفصیل ذکر کوي چې ۴۲ کلن ګېټس به په جنسي غونډو یا پارټیانو او په تفریحي رخصتونو کې شرکت کولو په داسې مهال چې هغه په کانګرس کې د فلورېډا ریاست د یوې حلقې نمایندګي هم کوله.
په تحقیقاتو کې موندل شوي چې ګېټس د کانګرس د غړي په حېثت د جنسي چلند په اړه د ریاست د ګڼ شمېر قوانینو خلاف ورزي کړې ده.
د رپورټ ترمخه د کانګرس کمېټۍ دا تعین کړی دی چې داسې درانه شواهد موجود دي چې ګېټس جنسي تعلق په پېسو د اخیستلو یا پرارسټېټیوشن، رېپ یا په زور د جنسي فعل، د غېرقانوني نشيي توکیو د استعمال، د ممنوعه تحفو او د خصوصي مراعاتو په اړه د هغه مېعارونو خلاف ورزي کړې چې د کانګرس غړي د چلند دپاره ټاکل شوي دي.
د رپورټ د شایع کېدو سره د ګېټس په اړه د پينځو کلو راهسې جاري تحقیقات سر ته ورسېدل. د رپورټ د شایع کېدو په حق کې د کمېټۍ د ډېموکرېټېک پارټۍ ټولو پينځو واړو غړو او د ګېټس د ريپبلېکن پارټۍ یو غړي رای ورکړه. ريپبلېکن پارټۍ اول د رپورټ د شایع کېدو مخالفت کولو.
ګېټس په تکرار دا خبره کوي چې څه غلط کار يې نه دی کړی. تېره هفته هغه وویل د کانګرس د پخواني غړي په حېث به د بحث او د الزاماتو د ردولو موقعه ور نه کړی شي.
د کانګرس رپورټ د شایع کېدو مخنیوي دپاره ګېټس د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته درخواست کړی و او ویلي يې وو په رپورټ کې غېر حقیقي او د بدنامۍ معلومات دي چې په ټولنه کې به د هغه نام ته نقصان ور ورسووي.
هغه دا دریځ هم لري چې چونکې اوس د کانګرس غړی نه دی نو د هاوس د کمېټۍ د واک اختیار نه بهر دی. هغه وویل که کمېټي خپل رپورټ شایع کوي نو دا به د یو عام شهري په حېث د هغه د اییني حقونو خلاف ورزي وي.
د سږ کال د نومبر په میاشت کې صدر د منتخب کېدو وروسته خپل اینده حکومت کې ټرمب ګېس د انصاف وزارت دپاره نامزد کړو. هم په دغه ورځ ګېټس د کانګرس نه استعفا ورکړه.
د هغه خلاف الزامات مخې ته د راتلو وروسته ګېټس د انصاف وزرات دپاره د نامزدګۍ نه لاس په سر شوی دی.