د جرمونو خلاف نړيوال عدالت فېصله کړې چې په افغانستان کې د ممکنه جنگي جرمونو په اړه به د امريکې او اېتلافي ځواکونو پلټنې نه کوي. صدر ډانلډ ټرمپ د فېصلې هرکلی کړی دی.
په هېګ کې د نړيوال عدالت دغې فېصلې ته په گرده نړۍ کې د بشري حقونو ډلو سخت غبرگون ښودلې. د نړيوال عدالت سرکاري وکيلې مېرمن فاتو بېنسوډه خواست کړې و چې د امريکا او اېتلافي ځواکونو په ضد دې په افغانستان کې د ممکنه جنگي جرمونو پلټنې وشي، خو د جرمونو نړيوال عدالت د هغې دغه خواست رد کړو.
د عدالت دغې فېصلې ته پخپل غبرګون کې مېرمن بېنسوډه وویل دفتر به یې د دغې فېصلې په ضد هره قانوني لاره لټوي چې فېصله بیرته واخیستل شي.
د جرمونو د نړيوال عدالت جج د فېصلې اورولو په وخت وویل په افغانستان کې حالات داسې دي چې د دغې مقدمې په اړه د انصاف ګټل ممکن نه ښکاري ځکه عدالت مقدمه خارج کړه.
د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د نړيوال عدالت دغه فېصله يوه نړيواله بريا وبلله خو ورسره يې د عدالت په عدالتي زور هم ټکونه وکړل او وې يې ویل امريکا د خپل واکۍ په ضد لوې خطر دی.
صدر ټرمپ وویل د امريکا اسرايل او يا د دوي د ملگرو هېوادونو په ضد که چا هم د دغسې مقدمو هڅه وکړه نو د سخت غبرگون سره به مخ کېږي.
په افغانستان کې د بشري حقونو ډلو او د تشدد ښکارشويو وگړو سازمانونو د نړيوال عدالت دغه فېصله حېرانونکې بللې ده، په کابل کې د بشري حقونو د سازمان AHRDO مشر هادي معرفت روېټرز خبري ادارې ته وویل " مونږه افغان ډېر ځپل شوي يو او پخپل وطن کې راته د انصاف ترلاسه کېدلو هېڅ امکان نه ښکاري او دغه نړيوال عدالت زمونږه آخيري اميد وو"
په کال ۲۰۰۶ م کې د مېرمن بېنسوډه نه وړاندې په دغه څوکۍ ناست لؤېيس مورينو په افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټنو خواست په نړيوال عدالت کې ورکړی وو مېرمن بېنسوډه دغه خواست په کال ۲۰۱۷م کې په رسمي ډول د جرمونو په نړيوال عدالت کې داخل کړوچې په غبرګون کې يې امريکا تېره مياشت د مېرمن بېنسوډه د امريکا ويزه مسترد کړه او خارجه وزير ماېک پمپيو د مارچ په مياشت کې ويلي وو که د نړيوال عدالت کوم يو کارکونکي هم په امريکا يا ملګرو هېوادونو په افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټونو هڅې وکړې نو امريکا به ورله ويزه نه ورکوي.
د جرمونو د نړيوال عدالت څارنوالانو په کال ۲۰۱۵م کې ويلي دوي سره داسې ثبوتونه شته چې امريکا او نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې په کال۰۴-۲۰۰۳ کې په بندي خانو کې په ګېرو خلکو ذهني او بدني تشدد کړې چې د نړيوال قانون لاندې جنګي جرمونه گڼل کېږي.
هرڅه که د نړيوال عدالت جج د امريکا او اېتلافيانو په ضد په افغانستان کې د جنگي جرمونو د پلټنو خواست په دې خبره خارج کړی چې ورسره پوره ثبوتونه نشته چې انصافي فېصله وکړي خود قانوني چارو نړيوال پوهان دا حقيقت مني چې د جرمونو نړيوال عدالت د هر چا په ضد تحقيقات نه شي کولی.
د بشري حقونو د نړيوال فېډرېشن په دفتر کې د نړيوال انصاف ډاېرېکټرې مېرمن کېراېن بونو ويلي
"د نړيوال عدالت دغه فېصله د سياسي دباؤ لاندې شوې يوه بې بنياده فېصله ده چې د نړيوال عدالت دوه مخی رول ثابته وي او ښايې چې دغه عدالت د څه مقصد لپاره جوړ شوی"
د جرمونو نړيوال عدالت يا ICC په کال ۲۰۰۲ کې د هالېنډ په هېگ ښار کې جوړ شوی چې پکې د نړۍ ۱۲۲ ملکونه يې غړي دي خو امريکا ، روس، چين اسرايل، قطر، عراق او لېبيا د نړيوال عدالت غړي نه دي ځکه نو د دغو هېوادونو په ضد نړيوال عدالت څه قسمه فېصلې نه شي عملي کولې.