امریکې د غیرقانوني ایراني تېلو د مخنیوي لپاره په تهران باندې نوي بندیزونه ولګول

امریکې په ایران د نوؤ بندیزونو لګولو اعلان کړی دی چې مقصد یې د تهران د سمندري جازونو له لارې د نړۍ منډیانو ته د غیر قانوني تېلو د رسولو مخه نیول دي.

واشنګتن د تیلو په غیر قانوني تجارت کې د استعمالېدونکو سمندري جازونو بېړې ته د "شېډو فلیټ" نوم ورکړی دی.

د امریکې د انصاف محکمې له لوري په 35 سمندري جازونو اؤ ککړو اپریټرانو په ضد اعلان کړل شوي دا بندیزونه به سږکال په 11 نومبر لګول شوي تعزیرات نور هم مضبوط کړي.

د ترهګرۍ اؤ مالیاتي استخباراتو لپاره د امریکا سرپرست وزیر بریډلي اسمتهـ ویلي چې ایران د خپلو تیلو په تجارت ترلاسه کېدونکې کټه وټه د خپل ایټمي پروګرام د پرمختیا،د بیلسټک میزایلو ، د بې پایلوټه هوایي ګاډ په ټیکنالوجۍ خورولو اؤ د خپلو سیمه ییزو ترهګرو ایتلافیانو په سرپرستۍ مصرفوي اؤ دې کار ته یې دوام ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې د ایراني اقداماتو له امله د نورې بې ثباتۍ سره د سیمې د مخ کېدو خطره ده.

بریډلي اسمتهـ ویلي چې امریکا د خپلو کوټلو اختیاراتو اؤ لارو چارو په کارولو سره دې غیر قانوني فعالیتونو کې د اسانتیا ورکوونکو جازونو اؤ اپریټرانو د شيډو فلیټ فعالیتونو مخنیوي لپاره پرعزمه ده.

د خبري شبکې رایټرز له مخې دا رقم بندیزونه د ایران د اقتصاد مهمې څانګې په نښه کوي اؤ ددې مقصد د تهران د ایټمي اؤ میزایلي پروګرامونو لپاره د حکومتي پنګو د شتون مخه نیول دي.

ددې تازه بندیزونو له مخې به د امریکایي وګړو اؤ ادارو هدف ګرځوونکو سره په کاروبار بندیز وي اؤ د ایراني تیلو په غیر قانوني تجارت کې د ککړو هدفونو( کسانو اؤ ادارو)امریکا کې پرتې پنګې به کنګل کولی شي

د جازونو په اړه د معلوماتو راټولوونکې کمپنۍ ایل ایس اي جي ورک اسپیس له مخې په کومو 21 سمندري جازونو چې دا بندیزونه پځای کیږي په هغې کې اتوؤ باندې تېل بار دي اؤ یو سمندري جاز سازمان بار کړی ؤ اؤ د روس د یوې بندرګاه لوري ته روان ؤ.

(ددې رپورټ معلومات د رایټرز څخه اخستل شوي)