د امریکې صدر جوبایډن او د اسرایل وزیراعظم یایېر لپېډ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یوه مشترکه اعلامیه دستخط کړه چې دواړه ملکونه پکې لوظ کوي چې ایران به اېټمي وسلو ترلاسه کولو ته نه پرېږدي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د ایران په اړه د دواړو ملکونو دغه لوظ د "یروشلم اعلامیې" برخه ده چې اسرایل ته د صدر بایډن دوره سر ته په رسېدو جاري کړی شوي ده.
بلخوا د ایران صدر ابراهیم ریېسي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یوې غونډې ته ویول که چېرې امریکې او یا د امریکې اتحادیانو په ایران حمله وکړه نو ایران به ورته داسې سخت ځواب ورکوي چې دوی په پرې پښېمانه وي.
اعلامه د دستخط کولو وروسته صدر بایډن خبریالان ته وویل چې د اسرایلي وزیراعظم سره خبرو کې يې په دې اړه هم غور وکړو چې په سیمه کې د اسرایل نښلېدل یا مدغم کېدل څومره ضروري ده او لپېډ په ځواب کې وویل چې په دې لړ کې سعودي عرب ته د صدر بایډن سفر اسرایل دپاره انتهايي ضروري دی.
اسرایلي وزیراعظم وویل د امریکې او اسرایل لوظنامه د ښکاره جنګ مخه نېسي.
د اعلاميي لاس لیک کولو وروسته لپېډ وویل د اېټمي ایران مخه یوازې په طریقه نیول کېدلی شي چې ایران ته معلومه وي "فري ورلډ" یا ازاده دنیا به طاقت استعمال کړي.
صدر بایډن وویل د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیول نه یوازې د امریکې او اسرایل د امنیت په مفاد کې دی بلکې د ټولې دنیا په ګټه هم دی.
د ایران اېټمي معاهدې د بحالولو دپاره د جمود ښکار مذاکراتو په اړه صدر بایډن وویل که چېرې ایران خبرو ته ځواب نه وايي نو "مونږ تل انتظار نشو کولی.."
رویټرز په خپل رپورټ کې وايي چې د طاقت ښودلو دلارې صدر بایډن نه یوازې اسرایل ته د ایران په ضد د ودرېدو احساس ورکړو بلکې سعودي عرب ته د تګ دپاره د هغه دریځ هم مضبوطوي ځکه چې سعودي عرب د ایران په اړه خپل تشویش لري.
فلسطيني مسلح ډلې حماس د امریکې او د اسرایل د اقدام مخالفت وکړو.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه صدر ریېسي وویل ایران په سیمه کې بې امني او بحران نشي زغملی او که امریکې او ای د امریکې اتحادیانو "څه غلطي وکړه" نو ایران به ورته سخت ځواب ورکوي.
د حماس مشر اسماعیل هنیه په یو بیان کې غوښتنه وکړه چې یو سیاسي اتحاد دې جوړ کړی شي چې سیمه د "تسلط، عادي حالت او د سيمې په شتمنیو" د قبضې مخه ونېسي.
په یروشلم اعلامیه کې امریکا او اسرایل ژمنه کوي چې خپله دفاعي همکاري به نوره پراخوي. په بیان کې وېل شوي چې امریکا اسرایل سره د دفاع په مد کې مالي مرسته نوره هم زیاتولی شي او دا چې امریکا په دې کې دلچسپي لري چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ کشاله هوارولو دپاره د دوو ریاستو د قیام په اړه مذاکراک بیا راژوندي کړي شي.
اسرایل ته د رسېدو نه وړاندې، صدر بایډن یو اسرایلي ټېلې وژن ته ویلي که چېرې نورې لارې پاتې نشي نو ایران د اېټمي وسلو نه منع کولو دپاره د "طاقت" استعمال هم کېدلی شي، چې د اسرایل د دې غوښتنې سره سمون خوري چې نړیوال قوتونه دې د اېټمي پروګرام په ایران د پوځي ګواښ سره مخامخ کړي.
د وي او ای رپورټ وايي د امریکايي حکومت یو لوړ رتبه چارواکي خبریالانو ته ویلي په مشترکه اعلامیه کې به دا لوظ شامل وي چې ایران به هېڅ چېرې نه پرېښودل کېږي چې اېټمي وسله ترلاسه کړي او د ایران د هغو فعالیتونو مخه به نېسي چې په سیمه کې بې ثباتي پېدا کوي، په خاصه توګه اسرایل ته د ایران د ګواښونو مخنیوی به کولی شي.
ایران وايي اېټمي پروګرام يې د پرامنه مقاصدو دپاره دی.
د امریکې او اسرایل مجوزه مشترکه علاميې په اړه د ایران دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.
اسرایل د هغه معاهدې خلاف دی چې په کال 2015 کې د امریکې، روس او چین په شمول نورو مغربي ملکونو ایران سره دستخط کړې چې ترمخه به يې ایران د بم جوړولو دپاره یورېنیم نه تیاروي او په بدل کې به په ایران لګول شوي اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شي.
د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په 2018 کې هېواد د ایران اېټمي معاهدې نه را ووېستلو. د هغه دریځ و د اېټمي وسلو په تکل کې دغه لوظنامه د ایران مخه نه نېسي.
د صدر بایډن حکومت ویلي ایران سره معاهده به بحالوي خو په دې لړ کې ایران سره په غیر مستقیم ډول شروع کړی شویو خبرو کې څه پرمختګ نه دی شوی.امریکايي چارواکي وویل چې د واشنګټن له لوري د "سفارتکارۍ دروازه خلاصه ده."
چارواکي وویل که چېرې ایران هغه معاهده لاس لیک کول غواړي چې په اړه یې خبرې کېږي نو امریکا به یې هم دستخط کړي خو که ایران داسې نه کول غواړي د بندیزونو دلارې به پې فشار زیات کړي شي او کوښښ به کولی شي چې په سفارتي کچه د ایران تنهايي زیاته کړی شي.
امریکايي چارواکي وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د موقتي اسرایلي وزیراعظم یایېر لپېډ سره ملاقات کې به صدر بایډن د اسرایل او فلسطینیانو د شخړې د هواري په لړ کې د دوو ریاستونو په قیام هم خبرې کوي.
صدر بایډن به اسرایلي صدر ایزک هرزوګ سره هم ملاقات کوي او د اسرایل او د سيمې نورو ملکونو متحده عرب امارات، ترکي او اردن سره د اسرایل په تعلقاتو خبرې کوي.
صدر بایډن به د جمعې په ورځ فلسطیني رهنما محمود عباس سره ويني.
یو امریکايي چارواکي وویل امکان دی چې امریکا به په مشرقي یروشلم کې هسپتالونو دپاره مالي مرستې، په غزه او وېسټ بېنک کې د اقتصادي پرمختګ منصوبو او د فور جي نېټ ورک په لړ کې امداد اعلان کړي.
هم د جمعې په ورځ به صدر بایډن سعودي عرب ته ورشي.
یادونه: د دې خبر دپاره معلومات د وي او ای او د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي