د امریکې د انټیګریټي ټیکنالوجي ګروپ په نوم د چین د سایبر امنیت پر یوه کمپنۍ باندې بندیزونه لګولي. په واشنګټن کې د چین سفارت لا په دې اړه څه تبصره نه ده کړې خو چین هم تر دې یوه ورځ وړاندې پر 28 امریکایي کمپنيو د برامداتو بنديزونه لګولي وو.
د امریکې د خزانې وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، په بېجینګ کې د مېشت هېکرانو پر یوه ډله یې له دې کبله بندیزونه لګولي چې د چین له حکومت سره اړیکې لري او وایي دا ډله د امریکې د حکومت "مهمې" اډاڼې په نخښه کوي.
وزارت وایي د چین انټیګریټي ټیکنالوجي ګروپ «انټیګریټي ټېک» له 2021م کال راهیسې د امریکې د ادارو خلاف په ډېرو بریدونو کې همکاري کړې ده چې وایي اکثر یې "د مهمو اډاڼو څانګې" دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وویل، د انټیګریټي ټیکنالوجي ګروپ "د چین د حکومت لوی قراردادي وو چې د ریاستي امنیت له وزارت سره اړیکې لري."
میلر وویل د چین د ټېک ګروپ لپاره کارکوونکي هېکران "پرایوېټ سیکټر د «فلیکس ټایفون» په نوم پېژني او د چین د حکومت په لارښوونه په امریکې او بهر کې مهمې اډاڼې په نخښه کوي."
د امریکې د خزانې وزارت په خپل بیان کې ویلي، د چین "تخریي سایبر فعالان" د امریکې د ملي امنیت لپاره یو له زیاتو فعاله او دوامداره خطرونو څخه دي. وایي دا خبره د امریکې د ملي استخباراتو د خطرونو د ارزونې په وروستي کالني رپوټ کې هم په ګوته شوې وه:
"دا فعالان د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه د امریکې د حکومتي سیسټمونو په نخښه کولو ته دوام ورکوي، چې په دې ترڅ کې یې په وروستیو کې د خزانې د خپلې معلوماتي ټیکنالوجۍ اډاڼې په نخښه کول دي".
د ترهګرۍ او مالیاتي استخباراتو لپاره د خزانې وزارت ځایناستي مرستیال سیکرټري برېډلي ټي سمیت وویل، د خزانې وزارت به له تخریبي سایبر فعالینو او د دوی فعالیتونو ته له موقع برابروونکو سره له حساب کولو ډډه ونه کړي:
"امریکا به د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره ټولې موجود وسیلې وکاروي ځکه چې موږ د سرکاري او شخصي څانګې د سایبر دفاع د سختولو لپاره په ګډه کار کولو ته دوام ورکوو".
د خزانې وزارت څو ورځې وړاندې د امریکا کانګرس ته په یو لېږلي خط کې ویلي چې د چین د حکومت په مالي مرسته د ټیکنالوجۍ فعالان د سایبري سرغړونې تر شا وو چې وایي د دوی ځینو کاري سټیشنونو ته یې رسایي موندلې وه.
د خزانې وزارت د ویاند په وینا، یو تن- چې نوم یې نه دی یاد کړی- د سایبر امنیت د چارو له یوې درېیمې ډلې سره جوړجاړی کړی وو او په دې توانیدلی وو چې د وزارت کمپیوټرونو او ځینو نامحرمو اسنادو ته له لرې رسایي پیدا کړي.
د تېر کال د ستمبر په 18مه د امریکې د پلټنو مرکزي ادارې د سایبر نېشنل مشن فورس، د ملي امنیت ادارې او «فایو آی» په نوم له پینځو شریکو هېوادونو سره په همکارۍ د سایبر امنیت یوه ګډه ایډوایزري خپره کړې وه چې د چین د فلیکس ټایفون کړنلارې، تکنیکونه او تګلارې یې په ګوته کړې وي.
په بېجینګ کې میشته د چین پر انټیګریټي ټیکنالوجي ګروپ باندې تر مخکې د لوېدیځ چارواکو هم تورونه لګولي وو چې وایي د "فلیکس ټایفون" په نوم د چین د یوې لویې هېکینګ ډلې تر شا لاس لري.
د ایف بي ای مشر کرسټوفر رې تېر کال د سایبر امنیت په اړه یوه غونډه کې ویلي وو، د چین انټیګریټي ټیکنالوجي ګروپ په ظاهره ځان د معلوماتي ټیکنالوجۍ د کمپنۍ په توګه وړاندې کوي خو وایي "استخباراتي معلومات یې راټول کړي او د چین د حکومتي امنیتي ادارو لپاره یې څارنې ترسره کړي دي."
چین لا دغو تازه بندیزونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د زیارت- پنجشنبې په ورځ یې پر 28 امریکایي کمپنيو باندې د برامداتو يا صادراتو په برخه کې بنديزونه اعلان کړي وو او لس امریکايي کمپنۍ يې په هغه فهرست کې اچولې دي چې په چين کې د کار کولو اجازه نه لري.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.