امریکا په شام کې د خبریال اسټېن ټایس د موندلو دپاره 'سخت کوښښونه' کوي

اسټېن ټایس یو جایزه ګټوونکی آزاد خبریال او فوټوګرافر دی چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ، سي بي ایس او میکارتي په شمول خبري ادارو ته کار کوي. هغه په ​​بهر په حراست کې ترټولو زیات وخت تیرونکی امریکایی خبریال دی. (فایل فوټو)

په شام کې د بشار الاسد د حکومت د نسکورېدو وروسته امریکايي چارواکي وايي دوی د امریکايي خبریال اسټېن ټایس د موندلو دپاره خپلو هڅو دوام ورکوي، چې د څه باندې 12 کلونو راهیسې په دغه هېواد کې په حراست کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر د ګل، دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: " چې د امریکا لخوا اسټېن ټایس د موندلو او هغه خپلې کورنۍ ته را ستنولو دپاره سخت کوښښونه جاري دي. "

متیو مېلر زیاته کړه د یرغمل شوو چارو دپاره د امریکا ځانګړی استازی راجر کارسټنز دا مهال د لبنان په پایه تخت بېروت کې دی او د ټلیس د خلاصون دپاره کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر زیاته کړه: "مونږ به تر هغه وخت پورې په آرام نه شو چې [ټایس] په خوندي ډول خپلو عزیزانو ته راستون شوی نه وي."


د بشار الاسد د واک نه په ګړندي ډول لیرې کیدو د ټایس په کورنۍ کې محتاط امیدونه راپورته کړي چې هغه به ژر خوشې شي.


د خبریال ټایس مور ډېبرا د اتوار، یکشنبې په ورځ وي او اې ته وویل، "هغه څه چې مونږ یې امید لرو هغه دا دي چې هغه خلک چې دمشق ته راځي، دوی زندانونه پرانیزي، دوی به د خدای په طاقت سره هغه زندان پرانیزي په کوم کې چې اسټېن دی."

ډېبرا زیاته کړه "مونږ د وړاندې نه يقین لرو چې هغه دروازه به خلاصیږي."

ډېبرا وي او اې ته د یوې ‌ذریعې حواله ورکړه چې ځوی یې د دمشق په یوه جیل کې ساتل کېږي.

دېبرا ټایس د کلونو راهیسې د امریکا پر حکومت تنقید کوي چې د هغې ځوي د خلاصون په برخه کې د اوږدې مودې ناکامۍ سره مخ دی.

د مذهبي ډلې هیئت تحریر الشام په مشرۍ کې د شام یاغیانو ډلو د اتوار، یکشنبې په ورځ د پایه تخت دمشق تر نيولو وروسته د بشارالاسد د رژیم د نسکورېدو اعلان وکړو. دې اقدام بشار الاسد دې ته اړ کړو چې وتښتي او د هغه د کورنۍ د لسیزو استبدادي واکمني یې پای ته ورسوله، چې پکې د دیارلس کلونو کورنۍ جګړې نه زیاته برخه هم شامله ده.

مطبوعات وايي بشارالاسد د خپلې کورنۍ سره روس ته تللی دی.

د بشار الاسد د حکومت نسکورېدو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل به د ګل، دوشنبې، په ورځ د تړل شوو دروازو په شا د شام په اړه خبرې کوي.

اسټېن ټایس یو جایزه ګټوونکی آزاد خبریال او فوټوګرافر دی چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ، سي بي ایس او میکارتي په شمول خبري ادارو سره کار کوي. هغه په بهر په حراست کې ترټولو زیات وخت تیرونکی امریکایی خبریال دی.