صدر اوباما په کانگرس غږ کړی په شام دې ووټ وځنډوي

د روس خارجه وزیر سرگی لاورو. براک اوباما د شام د کړکیچ په لړ کې د روس د تجویز په محتاط انداز کې هرکلی کړی دی

د امریکې صدر براک اوباما په کانگرس غږ کړی چې د کیمیاوي وسلو د استعمال په سر د شام حکومت خلاف پوځي کاروائي د منظورۍ دپاره ووټ دې وځنډوي. براک اوباما د شام د کړکیچ په لړ کې د روس د تجویز په محتاط انداز کې هرکلی کړی دی.
د نهې په شپه قام ته په ټیلي ویژن وینا کې براک اوباما د روسي تجویز په هکله وویل دا حوصله افزا نخښې دي. هغه په دې خبره هم زور واچوو چې سفارتکارۍ د ناکامۍ په صورت کې به امریکائي ځواکونو د شام خلاف کاروائي ته تیار وي.
د روس لخوا وړاندې کړی شوي مجوزه تجویز ترمخه به د صدر بشارالسد حکومت به خپلې کیمیاوي وسلې ملگرو ملتونو ته د تباه کولو د پاره وسپاري او امریکا به شام خلاف پوځي کاروائي وځنډوي.
براک اوباما خپل تقریر کې وویل دا به د وخت نه وړاندې خبره وي چې وویل شي دغه تجویز به کامیاب شي خو امکان لري چې د شام خلاف د پوځي کاروائي خطر لمنځه یوسي.
ایران او چین چې شام خلاف د پوځي کاروائي مخالفت يي کړی دی د سفارتکارۍ د کامیابۍ په هکله يي خوشبیني څرگنده کړې ده.
د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنائي ویلي هغه باور لري چې امریکا سفارتي لار استعمالولو په لړ کې سنجیده ده. او د چین د خارجه وزارت ترجمان ويلي امید دی چې د شام د مسلې ټولې اړونده ډلې به د سیاسي حل موقع د لاسه ور نه کړي.
په عین حال کې فرانسوي چارواکو هم ویلي د سفارتکارۍ د ناکامۍ په صورت کې شام خلاف پوځي کاروائي ته تیار دي.