د موسمي بدلون په اړه د پاکستان وزارت ویلي امریکې ورته د چاپېریال په موضوع کېدونکي غونډه کې د شرکت بلنه ورکړه.
وزارت وویل د چاپېریال د تحفظ دپاره د امریکې خصوصي استازي جان کېري د موسمي بدلون دپاره د پاکستان وزیر ملک امین اسلم ته د یو خط دلارې په غونډه کې د ګډون دعوت ورکړو.
د امریکې په مشرۍ کې په انلاین بڼه دغه دوه ورځنۍ غونډه د اپرېل په ۲۲ نېټه شروع کېدونکي ده.
پاکستان ته د بلنې نه وړاندې جان کېري دا میاشت د غونډې په لړ کې د اېشیايي ملکونو د سفر په مهال د هند او بنګله دېش دورې وکړې خو پاکستان ته نه و ورغلی. په دغه وخت هند، چین او بنګلدیش مشران د چاپېریال غونډې ته بلل شوي وو خو پاکستان نا.
په دغه پړاو په امریکايي غونډه کې د پاکستان په نه بلل کېدو ګڼو څېړونکو پوښتنې راپورته کړې وې چې پاکستان د نړیوالې تودوخې د خطر سره مخامخ دی او بلخوا وزیر اعظم عمران خان هم د چاپیریال په تحفظ پام ساتي نو بیا ولې پاکستان نه دی بلل شوی. ځینو څېړونکو دا پاکستان د امریکې د پامه غورځېدل هم بللي وو.
د حزب اختلاف پاکستان مسلم لېګ (ن) یو مشر احسن اقبال دا د پاکستان د سفارتکارۍ ناکامي بللې وه.
خو وزیراعظم عمران خان په دې اړه په نیوکو حېرانتیا څرګنده کړې وه او دغه تنقید یې "بی ډهب صدایی" یا بې ربط غږونه بللي وو.
عمران خان په يو ټوېټر پېغام کې وویل حکومت یې عزم لري چې پاکستان د موسمي بدلون د مهلکو اثراتو نه محفوظ وساتي او اینده نسلونو ته یو شفاف او زرغون هېواد وسپاري.
د موسمي بدلون په اړه د پاکستان وزارت د جان کېري بلنه لیک په ټوېټر شریک کړی دی.
د اپرېل د ۱۷ نېټې په دغه خط کې د پاکستان د موسمي بدلون دپاره وزیر ملک امین اسلم مخاطب شوی او وايي چې د نورو ملکونو د وزیرانو او د سر مشرانو ترڅنګ بلنه در کولی شي د موسم په اړه بحث کې شرکت وکړې.