په نړۍ کې د مذهب ازادي د خطر سره مخامخ ده، د امریکې خارجه وزارت وايي

د رپورټ د شائع کیدو په موقع د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو وویل په نړیواله کچه د مذهب ازادۍ ته وده ورکول د امریکې په قامي مفاد کې شامله خبره ده

د امریکې خارجه وزارت ویلي په نړۍ کې د مذهب په ازادۍ حملې کیږي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په نړۍ کې د مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ کلیز رپورټ د شائع کولو په وخت د مذهب د ازادۍ دپاره د امریکې سفارتکار سېم براؤن بیک وویل "د مذهب د ازادۍ صورتحال انتهايي خراب دی."

په رپورټ کې د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې حالاتو ته کتنه شوې ده چې خلک د خپل مذهب او په خپله عقیده د عمل کولو څومره ازادي لري؟ د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو هم د رپورټ د شائع کیدو په دستوره کې موجود وو.

په داسې حال کې د جون په ١٢مه نېټه د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جان اونگ د سر مشریزې غونډې دپاره هلې روانې دي، د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکې رپورټ په کې په شمالي کوریا د مذهبي ازادۍ په لړ کې سخت تنقید شوی دی.

رپورټ وايي د شمالي کوریا حکومت هغه خلک نیسي، تشدد پرې کوي، وژني یې او وهي چې مذهبي رسوماتو کې برخه اخلي. رپورټ زیاتوي دا وخت د ٨٠٠٠٠ نه واخلي تر د ١٢٠٠٠٠ پورې خلک په مذهبي بنیادونو نیول شوي دي او د زندان په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

په رپورټ کې په چین، روس، ایران او په ځینې نورو ملکونو کې د مذهبي ازادۍ په صورتحال د تشویش څرگندونه شوي ده.

په رپورټ کې د چین د ویغور مسلمانانو خصوصي ذکر شوی دی او وايي په سلگونو زرگونه ویغور مسلمانان "بیا د تعلیم" مرکزونو ته لیږل شوي دي او د هغوی سختې څارنې نظام پرځای کړی شوی دی.

په ایران کې هم رپورټ وايي مذهبي اقلیتونه د سختو حالاتو سره مخامخ دي، د مذهبي اقلیتونو غړي زندانونو ته اچول کیږي او نورې سختې سزاگانې ورکړی کیږي.

په روس کې رپورټ وايي حکومت د ترهگرۍ په شک کې د مذهبي اقلیتونو غړی نیسي او یا پرې درنې جرمانې لگوي.

د رپورټ د شائع کیدو په موقع د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو وویل په نړیواله کچه د مذهب ازادۍ ته وده ورکول د امریکې په قامي مفاد کې شامله خبره ده.

مایک پامپېیو وویل د مذهبي ازادۍ د پرمختگ دپاره به سټیټ ډپارټمنټ د دې میاشت په ٢٥ مه او ٢٦ مه نیټه د یو شمیر هېوادونو او نړیوالو تنظیمونو غونډه کوي. هغه وویل په دغه غونډه کې به د هغه مسلې په ډاگه کولی شي چې د مذهبي ازادۍ مخه نیسي.