امریکې ویلي د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د هڅو مرسته کوي، خو په پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونه د حکومت لخوا اعلان شوي [عزِم استحکام] نومې عملياتو مخالفت کوي.
بل لور ته په جېل کې بندي د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ویلي، موجوده حکومت د ترهګرۍ پرضد هیڅ واضحه تګلاره نه لري او زور به یې ولس ته رسي.
په 22م جون د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ ترسره شوې غونډه کې د نوو عملیاتو فیصله او منظوري ورکړل شوې وه. خو سياسي ګوندونه پاکستان تحریک انصاف، جمعیت علما اسلام او عوامي نیشنل ګوند او په ولسي کچه د عملياتو د فېصلې مخالفت کيږي.
د امریکې خارجه دفتر ویاند مېتهیو ميلر د جون په 25مه خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، امریکا د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي او امنیت په لړ کې به پاکستان سره مرستې جاري ساتي.
اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو ادارې پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز ادارې (پيکس) مشر عبدالله خان وايي، "اېپکس کمېټۍ کې په يو مخصوص ځای کې د عملیاتو خبره نه ده شوې خو دا د ریاست لخوا د ترهګرۍ پرضد هڅو جاري ساتلو اعلان دی، لکه ضرب عضب عملیات چې په وزیرستان کې شوي وو دغه شان خېبر ون او ټو په خېبر کې شوي وو نو دا به هغه شان عملیات نه وي خو دلته د يو څو سیاسي ګوندونو د تنقید له وجې دا عملیات د پیل کېدو نه وړاندې لانجمن شوي دي".
پاکستان د عزم استحکام عملیاتو فېصله په داسې وخت کې کړې چې په وروستيو کې د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير وزير ليوجيان چاو د پاکستان په سفر کې ویلي، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به امنيتي حالات ښه کول وي په ښه امنیت کې به تاجران په په پاکستان کې پانګونې کوي.
د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، د چين وزير ليوجيان چاو د پاکستان په سفر کې نزدې د ټولو غټو سیاسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي وو.
له دې وړاندې هم چين څو وارې پاکستان کې په چينايي وګړو ترسره شوو بريدونو باندې اندېښې څرګندې کړې دي.
خبريال حقنواز خان وايي، "د پاکستان وزیراعظم د چین سفر او وروسته د چین وزیر پاکستان ته راتګ په وخت د چین لخوا د پاکستان امنیت باندې اندېښنې ښکاره کړل شوې وې او په ظاهره داسې ښکاري، چې چین به دغو عملیاتو کې د پاکستان مالي او تکنیکي مرستې کوي او داسې ښکاري چې چین به د افغانستان او پاکستان ترمینځ څه قسمه کردار هم لوبولی شي".
په عزم استحکام عملیاتو د سختو نيوکو وروسته وزیراعظم شهباز شریف ویلي، چې دا عملیات به د استخباراتو په بنياد وي او د تېرو وختونو په څېر به غټ پوځي اپرېشن نه وي.
له دې وړاندې پوځ ویلي وو، چې يواځې د سږني کال په وړومبيو پينځو میاشتو کې په ګرد هيواد کې د 13,000 نه زيات عمليات ترسره شوي دي.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف وايي، "د تېرو شلو کالو نه مختلف عملیات شوې دي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې، عملیاتوکې ترهګر ونيولی شي وروسته مذاکرات وشي او دا بیرته خلاص کړل شي باید چې پارلیمان په دې حقله فیصلې وکړي او دا به هم هغه وخت موثره وي، په کومو سیمو کې چې ترهګري ده د هغه ځای مشران دې هم په اعتماد کې واخستل شي، دا کار د پوځ نه دی چې عملیاتو پحقله دې په خپل سر فیصلې وکړي".
د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان په اېکس اکاونټ پوسټ کې ويل شوي، "موجوده حکومت سره د ترهګرۍ پرضد هیڅ تګلاره نشته".
خو د پاکستان د اوسني حکومت وزيران تور لګوي د عمران خان په وزيراعظمۍ د پاکستان تحريک انصاف په تېر حکومت کې لاقانونه ډلې تحریک طالبان سره مذاکراتو په وخت دا ترهګر بیرته پاکستان کې اباد کړل شوي وو.
(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)