د امریکې سېنټ د حکومتي بودیجې مسوده منظوه کړه او د حکومت بندېدو مخه یې ونیوله

د امریکې سېنټ د حکومتي لګښتونو هغه مسوده منظوره کړه چې د استازو اېوان مخکې لا منظوره کړې وه او د حکومت د جزوي بندېدو مخه یې ونیوله چې ټاکل شوې وه د فنډ د نه منظورۍ په صورت کې د جمعې په شپه پیل شي.

د جمعې په ورځ په سېنټ کې د دې مسودې د منظورۍ لپاره د 46 په مقابل کې 54 رایې واچول شوې چې پکې ډیموکرېټان هم شامل وو، خو سنېټر رېنډ پاول یواځینی ریپبلکن وو چې د دې مسودې پر ضد یې رایه ورکړه.

مسوده هغه وخت منظوره شوه چې د سېنټ د اقلیت د مشر چک شومر په ګډون ځینو نورو ډیموکرېټانو هم رایې ورکړې، خو د دوی د ګوند د نورو غړو له غبرګون سره سره د حکومتي لګښتونو مسوده پر مخ بوځي.

یو ازاد سنېټر اینګس کینګ چې د ډیموکرېټانو په پارلماني ډله یا کاکس کې کار کوي او سنېټر جین شاهین د دې مسودې په حق کې رایه ورکړه، خو نورو ټولو ډیموکرېټانو یې پر ضد رایه ورکړه.

د ریپبلکن ګوند تر کنټرول لاندې استازو اېوان د دې اونۍ په پیل کې لا دا مسوده منظوره کړې وه چې د حکومت د چلولو لپاره د مارچ د 14مې د جمعې د نیمې شپې وروستۍ موده پوره کړي.

د سېنټ ډیموکرېټانو په دې اړه اختلاف درلود چې ایا د لنډې مودې د دوامداره قرارداد (سي آر) ملاتړ وکړي که نه کوم چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د حکومتي بودیجې منظوري ورکوي.

دا مسوده د حکومت ټول لګښتونه د تېر کال تر کچې شاوخوا 7 ارب ډالر کموي او دا پیسې د امریکې پوځ ته منتقلوي او له غیردفاعي لګښتونو یې خوندي کوي.

ډېرو ډیموکرېټانو وروسته له هغه د غصې اظهار وکړ چې په اېوان کې لوړپوړي ډیموکرېټ د سېنټ د اقلیت مشر چک شومر د پنجشنبې- زیارت په شپه اعلان وکړ چې که څه هم هغه دا مسوده نه خوښوي، خو وایي د حکومت بندېدل "ډیر بد انتخاب" دی.

چک شومر د جمعې په سهار د سېنټ غونډې ته وویل، د ریپبکنو د بودیجې مسوده نه منظورول به د ایلن مسک په مشرۍ د حکومتي کارکردګۍ د ادارې «ډاج» هڅې نورې پیاوړې کړي چې پکې دا هم شامل دي چې کومه اداره به وتړل شي.

د استازو اېوان لسګونه ډیموکرېټانو په لاندیني اېوان کې د بودیجې د منظورۍ د اقدام مخالفت کاوه او د جمعې په ورځ یې شومر ته یو خط واستاوه چې پکې یې د دې مسودې په حق کې د هغه د رایې ورکولو له پلان سره "سخت مخالفت" څرګند کړی وو.

په استازو اېوان کې د ډیموکرېټانو مخکینۍ سپیکرې نېنسي پلوسي د سېنټ له ډیموکرېټانو وغوښتل چې د خپل مشر خلاف اقدام وکړي.

مېرمن پلوسي د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل، "امریکې مخکې هم د ټرمپ [د حکومت] بندیدو تجربه کړې ده، خو دا زیانمنه قانون سازي معاملات نور خرابوي."

ټرمپ په کانګرس ږغ کړی وو چې د حکومتي بودیجې مسوده منظوره کړي او د جمعې په ورځ یې د چک شومر ستاینه وکړه چې د ده د غوښتنې ملاتړ یې کړی دی. ټرمپ پر خپل ټروت سوشل ټولنیزه رسنۍ باندې لیکلي، "چک شومر ته د سم کار کولو مبارکي وایم. له 'جرئت' او زړورتیا یې کار اخیستی".

د استازو اېوان سپیکر مایک جانسن د خپل ریپبلکن ګوند دننه د لګښتونو د مسودې د منظورۍ لپاره مخالفت ختم کړ. هغه د سې شنبې- نهې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اوو میاشتو دوامداره قرارداد د ټرمپ د ایجنډا د عملي کولو په لور یو مهم ګام وو.