رپورټونه: ترجمانانو د تحفظ دپاره وایټ هاوس هلې ځلې ګړندۍ کړي

یو ترجمان مظاهره کونکی وايي: مونږ یو مهمه هیواد امریکا لپاره د تیرو 22 کالو راهسې په افغانستان کې قربانۍ ورکړی. مونږ د صدر بائیډن نه خواست کوو دا صحي وخت دی چې زمونږ او زمونږ د کورنیو فکر اوکړې ځکه چې مونږ په افغانستان کې د لوئ خطر سره مخ یو،، 

سپېنې ماڼۍ د زرګونو په شمېره کې هغه افغانان چې د امریکايي‌ ځواکونو سره یې د ترجمانۍ او په نورو برخو کې مرسته کړې امریکې ته د تګ نه وړاندې یې په عارضي توګه دریم ملک ته د انتقالولو په لړ کې کار چټک کړی دی.

د صدر جوبایډن د انتظاميي یو چارواکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د ترجمانانو او د کورنیو افغانستان نه بهر د انتقالولو دپاره هلې ځلې په ورستیو ورځو کې ګړندۍ کړی شوي دي.

چارواکي وویل ترڅو یې امریکې ته د راتګ په کاغذونو کار دوام لري د ترجمانانو ترڅنګ به هغه نور کسان هم بهر لېږل کېږي چې د ترجمانۍ نه علاوه یې په نورو برخو کې امریکې سره د مرستې خدمات ترسره کړي دي.

دا ګام په داسې وخت اخستل کیږي چې په کانګرس کې د حکومت مخالف ریپبلېکن ګوند او د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ غړي وايي چې امریکا د هغه افغانانو د تحفظ لپاره خپله ژمنه نه پوره کوي چې قریباً شل کاله یې د جګړې په مهال د امریکې مرسته کړې.

په داسې حال کې چې امریکې د افغانستان نه د خپل عسکرو د راویستلو نیمايي عمل سر ته رسولی او افغان صدر اشرف غني د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د صدرا جوبایډن او د کانګرس د غړو سره لیدنې کوي د ریپبلکن ګوند د کانګرس غړی مچ مېکانل او د کانګرس نورو غړو د صدر بائیډن په حکومت غږ کړی چې هغه 18000 افغانان دې محفوظه کړي چې د امریکايي پوځ سره یې مرستې کړی او اوس امریکا ته د راتګ لپاره د وزیزو په طمه دي

د ریپبلکن ګوند د کانګرس بل غړی ایډم کینزنجر وايي "دغلته په زرګونو خلک پریښودل شوي چې ورته وویل شوي وو دوی ته به امریکا ته د تګ موقع ورکول کیږي، دا هغه خلک دي چې نه یوازې خپل بلکه د کورنئ ژوندونه ئ هم په خطر کې اچولي وو. نو دا یو جائز غوښتنه ده.،،

د دې خصوصي ویزو عمل نزدې 800 ورځې اخلي. خو په افغانستان کې د طالبانو لخوا د تشدد پیښې سیوه شوي او دوي وايي چې دوئ هم ددغه حملو ښکار کیدای شي.

یو ترجمان مظاهره کونکی وايي: مونږ یو مهمه هیواد امریکا لپاره د تیرو 22 کالو راهسې په افغانستان کې قربانۍ ورکړی. مونږ د صدر بائیډن نه خواست کوو دا صحي وخت دی چې زمونږ او زمونږ د کورنیو فکر اوکړې ځکه چې مونږ په افغانستان کې د لوئ خطر سره مخ یو،،

د افغانستان په جګړه کې شامل شوی یو امریکايي پوځي جیسن کرو وایس اف امریکا ته وايي دغه ترجمانان د خپل هیواد نه راویستل کیدی شي او د امریکا د اختیار لاندې سیمې لکه ګوام ته په عارضي توګه هم لیږل کیدی شي

حیسن وايي د امریکا دفاع وزارت او پوځ تیار دی، خارجه وزارت تیار دی او ګوام هم تیار دی، خو مونږ ته د سپینې ماڼئ نه پریکړه پکار ده چې بس لاس پرې پورې کړو.،،

که څه هم د امریکايي عسکرو د افغانستان نه راوتلو کې د سلو نه هم کمې ورځې پآتې دي زیاتره د کانګرس غړي وايي دا نه ده معلوم چې د افغانانو د ملک نه د بهر راوېستلو کار مسولیت کوم کس ته ورکړل شوی وی.

د ډیموکرټک ګوند د کانګرس غړی سیت ماولټن وايي: زه په یقین سره وائم ما چرته داسې څه نه دي اوریدلي چې کوم کمانډر ته یې دا کار ورسپارلی وي.او بلاخیر مونږ ته به کول وي او مونږ ته ددې ضرورت هم دی، مونږ ته د یو عملي پلان ضرورت دی او یو عملي تن چې ددې ذمه واري غاړه واخلي او ددغه خلکو راویستل وشي.،،

امریکا د ستمبر میاشتې یولسمې پورې افغانستان نه د خپل عسکرو راویستلو نیټه اعلان کړې ده